ټرمپ: د وینزویلا موقت چارواکي امریکا ته له ۳۰ تر ۵۰ میلیونه بېرله تېل ورکوي

اطلاعات روز: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې «د وینزویلا موقت چارواکي به له ۳۰ تر ۵۰ میلیونه بېرله د لوړ کیفیت او تر بندیز لاندې تېل متحده ایالاتو ته وسپاري».

ټرمپ په ټروت سوشیل کې لیکلي، چې دا تېل به د بازار په بیه وپلورل شي او دا پیسې به پخپله د هغه تر کنټرول لاندې وي، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د وینزویلا د خلکو او د متحده ایالاتو د ګټې لپاره کارول کېږي.

هغه ویلي: «ما د انرژۍ له وزیر کریس رایټ څخه غوښتنه کړې چې دا پلان سمدلاسه پلي کړي. دغه تېل به د ذخیروي بېړیو له لارې انتقال شي او مستقیما د متحده ایالاتو د تخلیې بندرونو ته ورسول شي.»

د متحده ایالاتو په پوځي عملیاتو کې د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو له نیول کیدو وروسته د مادورو مرستیالې واک په لاس کې اخیستی دی.

امریکا مادورو او د هغه میرمن نیویارک ته لیږدولي او د وسلو او مخدره توکو د قاچاق په تور یې محاکمه کوي.

مادورو تل دا تورونه رد کړي او امریکا یې تورنه کړې، چې هڅه کوي هغه له واک لېرې او د وینزویلا د تیلو پراخو زیرمو ته لاسرسی پیداکړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه