اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په خوږیاڼو او شینوارو ولسوالیو کې د دوو کسانو جسدونه موندل شوي دي.
یوې سرچینې وویل، چې پرون (سې شنبه، ۱۶ د مرغومي) د شینوارو ولسوالۍ اړوند «٢٧مې ویالې» سیمې ته څېرمه د یو وژل شوي کس جسد موندل شوی دی.
د سرچینې په وینا، چې یاد کس ذاکرالله نومېده او د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او جسد یې د شینوارو ولسوالۍ په یاده سیمه کې موندل شوی دی.
په همدې حال کې سرچینې وایي، چې د تیرې دوشنبې ورځ بیا د خوږیاڼو ولسوالۍ په «مملې» سیمه کې د یو ځوان جسد په داسې حال کې موندل شوی، چې پر بدن یې له نښو او علایمو څرګندېدله چې لومړی شکنجه او بیا په ډزو وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا تر اوسه د وژل شوي کس هویت معلوم نه دی، خو جسد یې ځایي خلکو طالبانو ته سپارلی دی.
ننګرهار کې د طالبانو محلي مسوولانو تر اوسه د یادو دواړو پېښو د څرنګوالي او انګېزې په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي دي.
ننګرهار کې داسې مهال د یادو کسانو جسدونه موندل کېږي، چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په ځینو نورو سیمو کې د ناموس په نوم، کورني تاوتریخوالي او نورو لاملونو له کبله ورته پېښې رامنځته شوي دي.
