د طالبانو کورنیو چارو وزارت د تخار په چاه آب ولسوالۍ کې د معدن د استخراج پر خلاف د درو لاریون کوونکو وژل کېدل تایید کړي دي.
د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي چې د چاه آب ولسوالۍ د اوسېدونکو او د سرو زرو د استخراجوونکي شرکت تر منځ شخړه شوې او په دې شخړه کې درې تنه ځایي اوسېدونکي او یو د شرکت کارکوونکی وژل شوي او پنځه تنه نور ژوبل دي.
ده ویلي چې د وژنو په تور د استخراجوونکي شرکت یو تن امنیتي کس او همدا راز د سیمې یو اوسېدونکی نیول شوي دي.
قانع ویلي چې په دې قضیه کې د ښکېل شرکت فعالیت درول شوی او څېړنې روانې دي.
د تخار د چاه آب ولسوالۍ اوسېدونکي په پراخه کچه د سرو زرو د کان د کیندنې او همدا راز د دې کیندنو له امله د اوبو د منابعو د زیانمنېدو پر خلاف لاریون کړی و.
تر دې وړاندې ځایي اوسېدونکو ویلي و چې دا لاریون د طالبانو له لوري ځپل شوی او درې تنه وژل شوي او شپږ د تنه نور ژوبل دي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو یو غړی هم د لاریونوالو له لوري وژل شوی دی.
سرچینې وایي چې معترضو لاریونوالو د شرکت مالونو ته هم اور اچولی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د دې لاریون په ځپنه کې د طالبانو د ښکېلتیا په اړه څه نه دې ویلي.
طالبان په پراخه توګه د افغانستان تر ځمکې لاندې منابع په ځانګړې توګه په تخار او بدخشان کې راباسي او د طالبانو دې کار د خلګو اعتراضونه راپارولي دي. د یادولو وړ ده چې طالبانو د سږني لمریز کال پر مهال په بدخشان کې هم د تاریاکو د تخریب پر وړاندې شوی لاریون وځاپه. د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، په دې لړ کې لږ تر لږه ۱۰ تنه لاریونوال د طالبانو له لوري وژل شوي وو.
