کونړ  کې د یوې ناچاودې سرګلولې چاودنې یوه مېرمن مړه او دوه تنه نور ټپیان کړي

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په اسمار ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله یوه مېرمن مړه او د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان نور ټپیان شوي.

سرچینه وایي، دا پېښه تېره ورځ (چهارشنبه ۱۷ د مرغومي) غرمه مهال د اسمار ولسوالۍ په «اغزباغ» سیمه کې را منځته شوې.

سرچینې زیاتوي، چې د دې پېښې له امله ټپي شوي روغتون ته لېږدول شوي، خو روغتیایي وضعیت یې نازک ښودل شوی.

تر اوسه د دغې چاودنې په تړاو کونړ لپاره د طالبانو ځایي مسوولینو څه نه دي ویلي او نه هم د دې پیښې څرنګوالی په ډاګه شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د کونړ د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې د هاوان د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله اووه کسان مړه او ټپیان شوي وو.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه