په امریکا کې یوه فدرالي قاضي امر کړی چې رحمانالله لکنوال، چې د امریکا د ملي ګارد پر غړو د ډزو په تور تورن دی، په جبري ډول تغذیه او تر طبي درملنې لاندې ونیول شي.
دCBS News د راپور له مخې، دا امر وروسته له هغه صادر شوی چې لکنوال له څو میاشتو راهیسې په بند کې له خوړو او کله ناکله د اوبو له څښلو هم ډډه کړې ده.
آمیت مهتا، د امریکا د ولسوالۍ محکمې قاضي، په هغه حکم کې چې د شنبې په ورځ صادر شوی، امر کړی چې رحمانالله لکنوال په جبري ډول تغذیه شي، څو «د هغه ژوند وژغورل شي او یا یې د روغتیايي وضعیت د داسې اټکل کېدونکې خرابۍ مخه ونیول شي چې که درملنه یې ونه شي، ښايي د مرګ لامل شي.»
د قاضي دا حکم به د اکتوبر تر ۲۸مې پورې نافذ وي.
د محکمې د حکم له مخې، لکنوال باید تر هغه وخته دغه درملنه ترلاسه کړي چې د خولې له لارې د خوړو او مایعاتو کافي مصرف پیل کړي او مناسبه طبي درملنه ومني، څو نور یې ژوند له ګواښ سره مخ نه وي.
د امریکا عدلیې وزارت په هغو اسنادو کې چې تېره میاشت یې محکمې ته وړاندې کړي وو، ویلي وو چې لکنوال د جولای په ۹مه، وروسته له هغې چې له خوړو یې ډډه کړې وه، په «بېړني ډول» د واشنګټن ډيسي یوه روغتون ته ولېږدول شو، څو «د هغه د ژوند د ژغورلو لپاره اړینه طبي درملنه» ترلاسه کړي.
لا هم څرګنده نه ده چې لکنوال ولې له خوړو او طبي پاملرنې څخه ډډه کوي. د هغه وکیلانو هم د دې موضوع په اړه د نظر غوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی.
لکنوال، چې د افغانستان تبعه دی او په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته تللی، تورن دی چې د تېر کال په نومبر میاشت کې سپینې ماڼۍ ته څېرمه په یوه ډزو کې د امریکا د ملي ګارد یوه سرتېره، سارا بکستروم، وژلې او یو بل سرتېری، انډرو وولف، یې سخت ټپي کړی دی.
هغه همداراز د دوو نورو پوځي ځواکونو د وژلو په هڅه تورن دی؛ هغه سرتېري چې د پېښې پر مهال یې نوموړی مهار کړی و.
لکنوال د واشنګټن ډيسي د قوانینو له مخې د وژنې د هڅې، د وسلو اړوندو جرمونو، د لومړۍ درجې وژنې، برید او د وسلې د ناقانونه لرلو له تورونو سره هم مخ دی.
لکنوال پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي او ځان بېګناه بولي.
د امریکا عدلیې وزارت ویلي چې دا موضوع څېړي چې د لکنوال په قضیه کې د اعدام سزا وغواړي او که نه.
