د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) موندنې ښيي چې د ۲۰۰۹ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې په افغانستان کې د وسلهوالو شخړو له امله له ۴۰ زرو ډېر ملکي وګړي وژل شوي او ۷۷ زره نور ټپیان شوي دي.
یوناما نن، سهشنبه، د وږي په ۱۰مه، په افغانستان کې د «د جګړې د قربانیانو تجربې او اړتیاوې» تر سرلیک لاندې د خپلې څېړنیزې راپور پایلې خپرې کړې.
د یوناما په وینا، دغه راپور له ۲۰۰۱ کال څخه، چې د امریکا په مشرۍ پوځي مداخله پیل شوه، تر ۲۰۲۱ کال پورې، چې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل، د وخت موده رانغاړي.
یوناما ویلي چې دغه راپور د وسلهوالو شخړو له ۱۹۵ قربانیانو او د هغوی له خپلوانو، له ۲۳ غیر دولتي سازمانونو چې د جګړې د قربانیانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره فعالیت کوي، او همداراز له ۲۳ هغو چارواکو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی چې د واکمنې ادارې اړوند دي.
دغه دفتر ویلي چې د جګړې ډېری قربانیان له عدالت، د زیانونو له جبران او ان د هغو پېښو د رسمي پېژندنې پرته پاتې شوي چې دوی ورسره مخ شوي دي.
