د طالبانو غوښتنې ته د امریکا ځواب: له ترهګرو سره تعامل نه کوو

Oplus_131072

امریکا د طالبانو هغه غوښتنه رد کړې چې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې دې پانګونه وکړي، او ویلي یې دي چې له «ترهګرو» سره تعامل نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې واشنګټن په افغانستان کې د کانونو د پراختیا په برخه کې له طالبانو سره، چې د «نړیوالې ترهګرې ډلې» په توګه یې یاد کړي، د تعامل هېڅ پلان نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند زیاته کړې: «د دې کار ترسره کول (په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د امریکا پانګونه) یوازې کولی شي پیسې د طالبانو لاس ته ورسېږي او له افغانانو سره د هغوی ناوړه چلند ته زمینه برابره کړي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، له فایننشل ټایمز سره په خبرو کې ویلي وو چې طالبان په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د امریکا د پانګونې هرکلی کوي.

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، هم نن ویلي چې طالبان له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او افغانستان له امریکا سره ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري.

طالبانو له افغانستان څخه د بیا واکمنېدو راهیسې څو ځله له امریکا سره د ډیپلوماټیکو اړیکو غوښتنه کړې او د «ښه نیت» د څرګندولو په توګه یې څو امریکايي بندیان هم خوشې کړي دي.

خو واشنګټن تر اوسه له طالبانو سره رسمي تعامل ته لېوالتیا نه ده ښودلې او امریکايي چارواکي په خپلو رسمي څرګندونو کې لا هم طالبان یوه «ترهګره ډله» بولي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته