د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، له بم څخه ډېر خطرناک د بمبارۍ عادي کېدل دي، او له چوپتیا څخه ډېر خطرناک دا دي چې چوپتیا په مشروعیت بدله شي.
بقایي نن (چهارشنبه، د وږي ۱۱مه) د سیریک پر سیمه د امریکا د برید په غبرګون کې، چې ویل کېږي په ترڅ کې یې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي، د ځینو دولتونو او نړیوالو بنسټونو چوپتیا او د دغه برید د توجیه کولو کړنې غندلې دي.
هغه په «ایکس» کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي: «تېره شپه د سیریک په کوهستک کې یو استوګنیز کور، په داسې حال کې چې کورنۍ پکې د واده مراسم لمانځل، په وحشیانه ډول تر برید لاندې راغی. له ۵۰ څخه ډېر بېګناه نارینه، ښځې او ماشومان شهیدان یا ټپیان شول.»
بقایي زیاته کړې: «له بم څخه خطرناک د بمبارۍ عادي کېدل دي، او له چوپتیا څخه خطرناک دا دي چې چوپتیا په مشروعیت بدله شي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هغه څه په اړه چې نوموړي یې د جنایت پر وړاندې چوپتیا او د هغې عادي کول بولي، نیوکه کړې ده.
هغه ویلي، د دا ډول بریدونو پر وړاندې «چوپتیا» «بېطرفي» نه ده او د دغو بریدونو «توجیه» کول به پایلې ولري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر هغو دولتونو او نړیوالو بنسټونو هم نیوکه کړې چې د ایران پر وړاندې د امریکا د بریدونو په اړه چوپ پاتې کېږي یا یې توجیه کوي. هغه ویلي: «د بېعدالتۍ پر وړاندې سترګې پټول هغه نه شي مهارولای؛ بلکې یوازې عاملان یې لا زړور کوي.»
اسماعیل بقایي خبرداری ورکړی چې «ایران به دغو وحشیانه جنایتونو ته په ټینګه ځواب ورکړي.»
