په هلمند کې ځايي سرچینې وايي، د طالبانو ځواکونو یو موټرچلوونکی افغانستان ته د پاکستاني قاچاقي درملو د لېږد په تور په ډزو وژلی دی.
د سرچینو په وینا، دغه موټرچلوونکی پرون، سهشنبه د سنبلې په ۱۰مه، د هلمند ولایت د دیشو ولسوالۍ پر عمومي سړک د طالبانو ځواکونو له خوا په نښه او وژل شوی دی.
سرچینې وايي، دغه ۳۵ کلن موټرچلوونکی «حجتالله» نومېده او اصلاً د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکی و.
په هلمند کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو له پاکستان سره د کړکېچ له زیاتېدو وروسته له دغه هېواد څخه د درملو واردول منع کړي او د درملو سوداګرو ته یې ویلي چې د هېواد د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بدیلې لارې ولټوي.
خو له هغه راهیسې چې دغه فرمان صادر شوی، افغانستان ته له پاکستان څخه د درملو د قاچاق په اړه څو ځله راپورونه خپاره شوي دي.
