د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت له خپلو چارواکو غوښتي چې «فحاشي او بدګويي» ونه کړي.
دغه وزارت نن، چهارشنبه د وږي په ۱۱مه، هغه خطبه خپره کړې چې ټاکل شوې د راتلونکې جمعې په ورځ په جوماتونو کې د جمعې د لمانځه پر مهال وړاندې شي.
په دې خطبه کې راغلي: «پر چارواکو او هر مسلمان واجب دي چې خپله ژبه له بدګویۍ، فحاشۍ او نورو مسلمانانو ته له تهمت لګولو وساتي.»
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د دې ډلې د ملکي او نظامي ادارو د چارواکو له خوا له مراجعینو سره د چلند په اړه ویلي چې «جاهلانه» چلند دې نه کوي.
دغه وزارت په جمعه خطبه کې لیکلي: «دولتي چارواکي، که مامور وي که مدیر، آمر وي که رئیس، او که په ملکي چارو کې دنده ولري او یا په امنیتي چارو کې، اړ دي چې د شریعت غوښتنې په پام کې ونیسي او جاهلانه چلند ونه کړي.»
د طالبانو د حج او اوقاف وزارت پر خپلو چارواکو ټینګار کړی چې «که له ناپوهه مراجعینو سره مخ شي، حتی که له هغوی څخه جفا کوونکی چلند وویني او یا نامناسبې خبرې واوري، بیا هم باید له شخړې او لانجې ډډه وکړي».
دغه وزارت د طالبانو غړي، چې د «واک خاوندان» یې بللي، «تواضع» ته هڅولي او ویلي یې دي چې «د خپل مقام له امله ځان له خلکو لوړ ونه ګڼي او باید داسې چلند وکړي چې مراجعین یې د هغوی د ښو اخلاقو او ښه تعامل تر اغېز لاندې راشي».
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د طالبانو د مامورینو او چارواکو له خوا له ادارو سره د مراجعینو د «تبعیضي» او «سپکوونکي» چلند په اړه شکایتونه کېږي. څو ځله داسې ویډیوګانې هم خپرې شوې دي چې په کې د طالبانو د ادارو له خوا له مراجعینو سره نامناسب او حتی تاوتریخجن چلند لیدل کېږي.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت هره اوونۍ هغه ویناوې او مطالب له مخکې ټاکي چې د جوماتونو ملا امامان او خطیبان یې باید د جمعې د لمانځه پر مهال بیان کړي. امامان او خطیبان اجازه نه لري چې له ټاکل شوې خطبې پرته بله خطبه وړاندې کړي.
د دغه وزارت له خوا ټاکل شوې ځینې خطبې یوازې اخلاقي سپارښتنې دي، خو ځینې نورې د حکم بڼه لري چې نه یوازې د فکر کولو طرز، بلکې د طالبانو عملي سیاست هم څرګندوي.
د بېلګې په توګه، تېره میاشت د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت داسې خطبې خپرې کړې چې په کې د واده ځینې دودونه، لکه له واده مخکې د هلک او نجلۍ پېژندګلوي، د واده لپاره د تفاهم په موخه خبرې کول، د واده د ګوتو تبادله، حنابندي، د ناوې سینګار، د مېلمنو په پرتله د ناوې او زوم په لوړ ځای کې کېناستل، په واده کې نڅا او موسیقي، د عطر کارول او د ناوې پر سر د مصنوعي وېښتانو لګول حرام بلل شوي وو.
د دې ډول خطبو موخه یوازې د اخلاقي سپارښتنې تر کچې نه محدودیږي، بلکې عملي اړخ هم لري. له دې وروسته د طالبانو د امر بالمعروف او پولیسو غړي کولای شي له دغو مواردو څخه هر ډول سرغړونه د «جرم» په توګه وبولي او له سرغړوونکو سره چلند وکړي.
