نورستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې یې د ازادې داوطلبۍ له لارې د ۱۲۲مېلیونه، ۵۰۰ زره او ۱۰۰ افغانیو په ارزښت ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورلې دي.
د دغه ریاست طالب رییس سید رحیم عمیر ویلي، د ګران بیه ډبرو دا داوطلبي درې ورځې وړاندې د نورستان په دواب ولسوالۍ کې پیل شوې وه چې نن (چهارشنبه ۱۱ د وږي) پای ته ورسېده.
عمیر د پلورل شویو ډبرو د وزن په اړه جزیات نه دي ورکړي؛ خو وایي، چې د دغو ډبرو د پیسو له درکه ۱۲مېلیونه، ۲۵۰ زره او ۹۱۰ افغانۍ عواید د طالبانو حکومت ته خزانې ته جمع شوي.
د نوموړي په خبره، په دغو ډبرو کې بیروج، کونزایټ، بلور او مارګنیټ شامل و، چې د دواب ولسوالۍ له ماوي کان څخه استخراج شوې وې.
د طالبانو دا رییس زیاتوي، چې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو په دې داوطلبۍ کې د کورنیو سوداګرو ترڅنګ بهرنیو سوداګرو هم ګډون کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ګران بیع او نیمه ګران بیه ډبرو د کانونو د استخراج او پېر او پلور لړۍ چټکه کړې چې دې چارې د افغانستان طبیعي زېرمو د له منځه تللو اندېښنې را منځته کړې دي.
