د ایران په سوېل کې د هرمزګان ولایت سیمهییز چارواکي وايي، چې امریکا تېره شپه شاوخوا ۸ بجې (سهشنبه، د وږي ۱۰مه) د واده پر یوه مراسمو برید کړی دی.
د هرمزګان د والي مرستیال احمد نفیسي ویلي، چې د سیریک ولسوالۍ په کوهستک ښار کې د واده پر مراسمو د امریکا د برید له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي دي.
«صداوسیما خبري اژانس» د نفیسي له قوله راپور ورکړی، چې د واده د مراسمو ګډونوال د امریکا په یوه هوايي برید کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د ایران ډېری رسنیو په خپلو راپورونو کې ادعا کړې چې امریکا په مستقیم ډول د واده پر مراسمو برید کړی دی. خو بيبيسي د دې پېښې په اړه په خپل راپور کې بل روایت وړاندې کړی دی.
د بيبيسي فارسي څانګې، چې د ایران خبرونه پوښي، په خپل راپور کې لیکلي چې د امریکا د برید هدف د مخابراتو یوه ستنه وه، چې د واده د مراسمو له ترسره کېدو له کور څخه یوازې څو متره واټن کې موقعیت لري.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، د واده د مراسمو ګډونوال د مخابراتي ستنې د نږدېوالي له امله د امریکا په برید کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
احمد نفیسي ویلي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د لا تخصصي درملنې لپاره د «میناب» روغتون ته انتقال شوي دي.
میناب هغه سیمه ده چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په لومړیو ساعتونو کې پکې پر یوه لومړني ښوونځي برید وشو او له ۶۰ څخه ډېر ماشومان پکې ووژل شول.
د ایران د دولت ویاندې فاطمې مهاجراني په سیریک کې د واده د مراسمو د ګډونوالو د وژل کېدو او ټپي کېدو په غبرګون کې ویلي، چې «د امریکا د جنایت نښې څرګندې دي».
هغې پر «ایکس» خپاره کړي پیغام کې لیکلي:
«په میناب کې یې زدهکوونکي د ښوونځي پر چوکیو په نښه کړل او په سیریک کې یې د واده جشن په ماتم بدل کړ. په دواړو پېښو کې د امریکا د جنایت نښې څرګندې دي؛ داسې جنایت چې هېڅ ادعا یې پټولی نشي. حکومت د هرمزګان د خلکو په غم کې ځان شریک بولي او د هغوی تر څنګ ولاړ دی.»
