د اتریش د کورنیو چارو وزارت وايي، یو افغان کډوال چې د درنو مالي جرمونو او نشهيي توکو په تړاو محکوم شوی و، له دغه هېواده ایستل شوی دی.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ایستل شوی کس ۲۶ کلن نارینه دی، چې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۹مه) له ویانا څخه استانبول او وروسته کابل ته انتقال شوی دی.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر ویلي، چې د کډوالو ایستل د دغه هېواد د پولیسو لپاره «سخت کار» دی.
هغه زیاته کړې: «دا ستونزمنه، خو عادلانه لاره به په دوامداره توګه تعقیبېږي.»
د جرمني ژبې ویونکي هېوادونه، لکه جرمني، اتریش او سویس، د اروپا له هغو لومړنیو هېوادونو څخه دي چې له طالبانو سره یې تعامل پیل کړی او افغانستان ته یې د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر بیا پیل کړی دی.
اتریش تېر کال درې کسان او د روان میلادي کال په ترڅ کې دوه کسان له طالبانو سره په همغږۍ افغانستان ته بېرته ستانه کړي دي.
اتریش یوازې هغه کډوال چې په درنو جرمونو محکوم شوي وي افغانستان ته نه استوي، بلکې نور کډوال هم خپلو اصلي هېوادونو ته یا د «ډوبلین» پروګرام له لارې بېرته لېږي.
د اتریش د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، دغه هېواد د روان میلادي کال په لومړیو اوو میاشتو کې شاوخوا ۸۸۰۰ کډوال خپلو اصلي هېوادونو ته یا د «ډوبلین» پروګرام له لارې ایستلي دي. د ایستل شویو کسانو ۴۸ سلنه د جرمي سابقې لرونکي وو.
اتریش په تېرو دوو کلونو کې، چې له طالبانو سره یې تعامل پیل کړی، لږ تر لږه دوه ځله په ښکاره ډول د طالبانو د ډلې د پلاوو کوربهتوب کړی دی. د څرګندونو له مخې، دغه پلاوي د کډوالو د ایستلو د همغږۍ لپاره ویانا ته تللي وو.
