وروسته له هغې چې د ایران اسلامي سپاه پاسداران په کویټ کې د امریکا پر یوې پوځي اډې د برید خبر ورکړ، کویټي رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په برید کې یو استوګنیز مجتمع په نښه شوی او اور پکې لګېدلی دی.
د ایران اسلامي سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د امریکا له لوري د سیریک په سیمه کې پر یوې واده مراسمو تر برید وروسته، دوی د «علي سالم» پوځي اډه د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې په نښه کړې ده.
د سپاه پاسداران په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې برید کې د امریکايي قوماندان او ځواکونو قوماندهځای او د استوګنې مرکز، او همدارنګه هغه ځای چې بېپیلوټه الوتکې پکې ځای پر ځای کېږي، په نښه شوي دي. د سپاه په وینا، په پایله کې یو شمېر امریکايي سرتېري وژل شوي دي.
په همدې حال کې، د کویټ رسمي خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې د ایران له لوري توغول شوې یوه بېپیلوټه الوتکه د دغه هېواد په پلازمېنه کې له یوه استوګنیز مجتمع سره لګېدلې ده.
د دغه رسنۍ په راپور کې راغلي: «په پلازمېنه کې په یوه استوګنیز مجتمع کې لګېدلی اور مهار شوی دی.»
ایران نن سهار په سیمه کې د امریکا پر پوځي مواضعو بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې، په اردن، بحرین، عراق او کویټ کې څو امریکايي پوځي اډې هم د دغو بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
