په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د نومیالي هنرمند داوود سرخوش د روغتیا په اړه د ځینو کاروونکو له اندېښنو وروسته، ښاغلي سرخوش په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې روغتیا یې «ښه» ده.
هغه ویلي: «زموږ د یوه ځوان، تود احساس لرونکي او ګران ورور، ښاغلي سروري، له لوري زما د حال او ورځني ژوند په اړه یو خبر خپور شوی او له خلکو یې د مرستې غوښتنه کړې ده. زه د هغه د دې نېک احساس او خواخوږۍ له امله له زړه مننه کوم، خو زما روغتیا او حال ښه دی او د عزیزانو له مینې او نېکو دعاوو پرته، چې تل یې زه برخمن کړی یم، بلې هېڅ مرستې ته اړتیا نه لرم.»
ښاغلي سرخوش زیاته کړې چې «ډېر ژر به له ښو او خوږو خبرونو سره ستاسو په خدمت کې یم.»
هغه یو کال وړاندې ویلي وو چې له یوې «سختې ناروغۍ» وروسته له روغتون څخه خپل کور ته ستون شوی دی.
ښاغلي سرخوش هغه مهال د خپلې ناروغۍ په اړه نور جزئیات نه وو ورکړي.
