د بشري حقونو د «ههنګاو» سازمان وایي، چې د ایران حکومت دوه افغان وګړي د مشهد ښار په وکیلآباد زندان کې اعدام کړي دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، د دوو افغان وګړو هویت د ۵۲ کلن انصار نامي او ۴۶ کلن نظیف رسولخوانده په نومونو تثبیت شوی دی. د دوی د اعدام حکم د چهارشنبې په سهار، د وږي په ۱۱مه، په پټه او پرته له دې چې له خپلو کورنیو سره د وروستۍ لیدنې حق ورکړل شي، د مشهد په مرکزي زندان کې عملي شوی دی.
د ههنګاو په وینا، دغه دواړه کسان شاوخوا دوه کاله وړاندې په یوه ګډه قضیه کې، په یوه نیمهجوړ ودانۍ کې د دوو کسانو د وژنې په تور نیول شوي وو. وروسته د ایران قضایي ادارې هغوی د قصاص نفس په حکم محکوم کړي وو.
د دغو کسانو د اعدام خبر تر دې دمه، د راپور د چمتو کېدو تر وخته، د ایران دولتي رسنیو نه دی خپور کړی.
د «ایران د بشري حقونو» سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۸۴ افغان وګړي په ایران کې اعدام شوي دي.
ویل کېږي چې د دغو کسانو پر وړاندې تورونه تر ډېره د مخدره موادو اړوند جرمونو، وژنې یا قصاص، او جنسي تېري په اړه وو.
د ایران د بشري حقونو سازمان په وینا، په ایران کې د افغان وګړو د اعدامونو شمېر زیات شوی دی.
