په نیمروز کې د طالبانو امنیتي مسوولان وایي، چې دغه ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د نیمروز امنیه قوماندانۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پېښې تېره ورځ (جمعه، ١٣ د وږي) ناوخته د نیمروز د لویې لارې په اوږدو کې د سپین قرارګاه او شهید غازي پوستو په سیمو کې رامنځته شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دواړو پېښو کې یو فیلډر او یو لوکسل موټر له سړکه اوښتي، چې له امله یې یاده مرګژوبله رامنځته شوې ده.
د نیمروز امنیه قوماندانۍ د پېښو اصلي لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي بللې ده.
د موټر چلوونکو ګړندی تګ، د ترافیکي قوانینو نه مراعات او د سړکونو د خرابوالي له امله په دې وروستیو کې په هېواد کې د ترافیکي پېښو کچه لوړه شوې ده.
