نیویارک ټایمز په یوه راپور کې، د امریکايي چارواکو په حواله، لیکلي چې له امریکا سره د شپږ میاشتې جګړې وروسته ایران د خپل پوځي توان، د فشار د وسیلو او مقاومت په اړه لا ډېر باور پیدا کړی دی.
د دې رسنۍ په راپور کې، چې د جمعې په ورځ (۱۳ د وږي) خپور شوی، راغلي چې دغه ارزونه د امریکا د نویو استخباراتي راپورونو پر بنسټ شوې ده.
نیویارک ټایمز لیکلي چې تهران اوس د خپل پوځي توان او د امریکا د ځواک د محدودیتونو په اړه ښه درک پیدا کړی دی.
امریکايي چارواکي وايي، ښايي ایران دې ته چمتو وي چې جګړه نوره هم اوږده کړي، څو پر واشنګټن د جګړې لګښتونه زیات شي.
د امریکا د استازو جرګې د استخباراتو د کمېټې غړی جېسن کرو وايي، ایران له جګړې شپږ میاشتې وروسته، سره له دې چې درانه زیانونه یې لیدلي، لا هم د خپل وضعیت په اړه ډېر ډاډمن دی.
هغه ویلي دي: «ایرانیان د خپل وضعیت په اړه ډېر ډاډه دي. دوی د پام وړ زیانونه لیدلي، خو دا موضوع تل د دوی په محاسبو کې شامله وه. دوی پوهېږي چې زیان لیدلی شي او دلته د ډېرې اوږدې لوبې په لټه کې دي.»
د هغه په وینا، د ایران مشرتابه اوس لا ډېر متحد شوی، کورني مخالفان هم ځپل شوي او ایران لا هم په خپلو زېرمو کې توغندي او بېپیلوټه الوتکې لري.
کرو د ایران د زیات شوي باور یو لامل د هرمز تنګي ساتل بولي، چې د «فشار د وسیلې» په توګه ترې استفاده کوي.
هغه وايي: «دوی تل پوهېدل چې دا تنګی د خبرو اترو او معاملې لپاره یوه مهمه وسیله ده، خو اوس تر بل هر وخت ډېر په دې پوه شوي چې په لاس کې یې څومره مهمه وسیله ده.»
د جګړې له پیل مخکې د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د شاوخوا پنځمې برخې د لېږد اصلي مسیر و. ایران د جګړې پر مهال دغه تنګی وتاړه. که څه هم امریکا وايي تهران نور د دې اوبو لارې د ناامن کولو توان نه لري، خو په وروستیو ورځو کې بیا هم پر بېړیو بریدونه شوي دي.
د امریکا د استازو جرګې د استخباراتو د کمېټې غړی جاش ګاتهایمر وايي: «ایرانیان فکر کوي چې تر ټولو زیات د فشار ځواک له دوی سره دی. نو د دوی له نظره، ولې باید لا هم پر ولسمشر د امریکا فشار وارد نه کړي؟»
ګاتهایمر د امریکا سره د جګړې د دوام لپاره د ایران د اوسني باور په اړه وايي چې د زیانونو د زغملو وړتیا خپله د تهران د اعتماد د زیاتېدو په یوه لامل بدله شوې ده.
هغه ویلي دي: «له دې امله چې د ایران حکومت د خپلو خلکو کړاو ته چندان اهمیت نه ورکوي، توانېدلی چې هم سخت اقتصادي بندیزونه او هم پوځي بمبارۍ وزغمي.»
په سایبري برخه کې هم د ایران د لا زیاتې زړورتیا نښې لیدل کېږي. امریکايي چارواکي وايي، له ایران سره تړلو هکرانو ښايي په امریکا کې د اوبو رسولو پر څه باندې ۱۰۰ سیستمونو بریدونه کړي وي.
د امریکا د حکومت د سایبري امنیت پخوانی متخصص الکس اورلئان وايي، حتا «کماغېزې سایبري بریدونه» هم د دې لپاره کارېدلی شي چې «په جګړه کې د کورني ملاتړ د کمزوري کولو» هڅه وشي.
هغه وویل: «حتا که دغه ډول بریدونه ونه شي کولای چې د امریکا عامه افکار په څرګند ډول ګډوډ کړي، بیا هم د هغو پراخو هڅو یوه برخه کېدای شي چې موخه یې د دې لپاره د خلکو کورنی صبر کمول وي چې حکومت د امریکا جګړه څنګه اداره کوي.»
د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس هم په غیرمستقیم ډول د دې خبرې پخلی کړی چې ایران د امریکایانو د عادي ژوند د ګډوډولو وړتیا لري، که څه هم هغه باور لري چې دغه وړتیا «خورا محدوده» ده.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ونس ویلي دي: «که د ایران د دې وړتیا په اړه فکر وکړئ چې د امریکایانو عادي ژوند ګډوډ کړي، زه فکر کوم چې دا وړتیا ډېره محدوده ده. صفر نه ده، خو ډېره محدوده ده. زه تر دې ډېر د نورو ډلو له خوا د سایبري بریدونو په اړه اندېښمن یم.»
امریکايي چارواکي په داسې حال کې د ایران د زیات شوي اعتماد خبره کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا په بشپړه توګه مخالف نظر لري.
هغه څو ځله ویلي چې ایران یو مات شوی دولت دی. ټرمپ په خپلو ویناوو او د رسنیو پر وړاندې څو ځله ټینګار کړی چې د ایران پوځي توان له منځه تللی، اقتصاد یې له پښو غورځېدلی، دغه هېواد له سیاسي پلوه منزوي شوی او د هرمز تنګي کنټرول هم د امریکايي ځواکونو په لاس کې دی.
