د طالبانو اړوند استخباراتي رسنیو راپور ورکړی چې په فاریاب ولایت کې دوه کسان د طالبانو پر وړاندې د وسلهوال مخالفت په تور نیول شوي دي.
د طالبانو تبلیغاتي چینلونو نن (شنبه، د وږي ۱۴مه) داسې ویډیوګانې خپرې کړې چې پکې دوه کسان ادعا کوي، چې د طالبانو د مخالفې یوې وسلهوالې ډلې غړیتوب یې درلود.
دوی په ویډیو کې وايي، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې او د پیسو په بدل کې یوې هغې ډلې ته جذب شوي وو چې غوښتل یې د خپل فعالیت اعلان وکړي.
په یوه بله خپره شوې ویډیو کې، چې ظاهراً همدا کسان پکې لیدل کېږي، ویل شوي چې دوی د روان لمریز کال د زمري په ۲۲مه د «افغانستان د ازادۍ غورځنګ» په نوم د یوې ډلې د جوړېدو اعلان کړی و.
د دغو کسانو د نیول کېدو خبر شاوخوا درې اوونۍ وروسته له هغه خپرېږي چې یادې ډلې د «افغانستان د ازادۍ جبهې» په نوم د خپل فعالیت اعلان کړی و.
په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو پر ضد څو وسلهوالو ډلو د فعالیت اعلان کړی، خو ملګرو ملتونو او خپلواکو بنسټونو تر دې دمه د یو شمېر محدودو ډلو ادعا شوي بریدونه په خپلو رسمي راپورونو کې تأیید کړي دي.
تر دې وړاندې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې»، «د افغانستان د ازادۍ جبهې» او د «شنه بهیر» د یوه برید په اړه راپورونه تأیید شوي دي. په روان لمریز کال کې بیا «د افغانستان د جمهوریت جبهې» او «د افغانستان متحدې جبهې» د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړی او د ګڼو بریدونو مسوولیت یې منلی دی.
طالبان عموماً د خپلو وسلهوالو مخالفو جبهاتو د بریدونو په اړه څرګندونې نه کوي، خو کله چې دغه بریدونه رسنیز شي، ردوي یې.
