ټرمپ: ښايي ډېر ژر پر «کلنګ غره» برید وکړو

Oplus_131072

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ښايي د دغه هېواد ځواکونه ډېر ژر پر «کلنګ غره» برید وکړي.

ټرمپ د جمعې په ورځ (د وږي ۱۳مه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې ښايي امریکا «ډېر ژر» په ایران کې پر کلنګ غره برید وکړي.

«کلنګ غر» د ایران د اټومي پروګرام اړوند د یوې پټې ځمکلاندې تاسیساتو نوم دی. دغه تاسیسات د اصفهان په زاکروس غرونو کې، د کلنګ غره لاندې او د ایران د یورانیمو د غني کولو «نطنز» تاسیساتو ته نږدې موقعیت لري.

امریکا تر دې وړاندې د ایران درې اټومي تاسیسات، نطنز، فردو او اصفهان، په نښه کړي دي.

اوس ډونالډ ټرمپ وايي، له ایران سره جګړه د امریکا لپاره «وړه او عادي موضوع» ده.

ټرمپ خبریالانو ته وویل، هغه څه چې اوس د امریکا او ایران ترمنځ روان دي، «پوځي شخړه» ده او دی یې جګړه نه بولي.

هغه زیاته کړه چې دغه پوځي شخړه د امریکا لپاره «وړه موضوع» ده او کومه لویه مسئله نه ده.

د امریکا ولسمشر وویل: «موږ په وینزویلا کې اقدام وکړ او دا کار مو ترسره کړ. په وینزویلا کې مو هېڅ مرګ‌ژوبله نه لرله. له ایران سره په شخړه کې مو ۱۸ کسان له لاسه ورکړي دي. په ویتنام کې مو ۱۰۰ زره کسان له لاسه ورکړل.»

ټرمپ د هرمز تنګي په اړه وویل چې اصلي موضوع دا ده چې ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه منع شوی دی.

ټرمپ وویل چې د هرمز تنګی ډېر زیات اهمیت نه لري، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د نفتو او ګازو د لېږد لپاره بدیل پایپ‌لاینونه جوړ شي؛ په دې صورت کې به دغه تنګی خپل اهمیت له لاسه ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته