د ټرمپ استازو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په موخه له زلنسکي سره وکتل

Oplus_131072

سټیو ویتکاف، د امریکا ځانګړي استازي، او جرد کوشنر، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم، د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په هڅه کې، د لومړي ځل لپاره د اوکراین پلازمېنې کی‌یف ته سفر وکړ.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا استازي نن، یک‌شنبه د سپټمبر ۶مه، له مسکو څخه کی‌یف ته ورسېدل او د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي او نورو لوړپوړو چارواکو سره یې وکتل او خبرې یې وکړې.

زلنسکي کی‌یف ته د امریکايي استازو له رسېدو مخکې پر اېکس ولیکل چې له خپل مذاکره کوونکي ټیم سره یې لومړنۍ غونډه کړې ده. هغه وویل چې اوکراین غواړي جګړه پای ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه: «امنیتي تضمینونو ته اړتیا ده. له جګړې وروسته باعزته سولې ته اړتیا ده. زموږ وړاندیزونه چمتو شوي دي.»

رویټرز ته یوه باخبره سرچینه ویلي چې د بریتانیا، فرانسې او جرمني د ملي امنیت سلاکاران هم د یک‌شنبې په ورځ په کی‌یف کې وو؛ خو دا یې نه ده روښانه کړې چې ایا هغوی د امریکايي استازو او اوکرایني چارواکو په غونډو کې ګډون کړی و که نه.

د ټرمپ استازو د واشنګټن له لوري د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو د نويو هڅو په لړ کې، پرون د روسیې پلازمېنې مسکو ته سفر وکړ او د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې وکتل او خبرې یې وکړې.

د امریکا د استازو له سفر وروسته د کرملین ماڼۍ وویل چې د پوتین او د ټرمپ د استازو لیدنه «صریحه او رغنده» وه؛ خو په دې اعلامیه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د کومې لېوالتیا نښه نه لیدل کېده.

د امریکا د استازو مسکو او کی‌یف ته سفرونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د جمعې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره نوی وړاندیز لري؛ خو د هغه په اړه یې نور جزیات وړاندې نه کړل.

د امریکايي استازو له سفر وروسته، روسي او اوکرایني چارواکو موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو پر پلازمېنو به د درېیو ورځو لپاره بریدونه ودرول شي.

د اوکراین پلازمېنه په وروستیو اوونیو کې د روسیې له لوري د سختو او پراخو بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو هدف ګرځېدلې وه، او اوکراین هم په مسکو کې پر ځینو اهدافو بریدونه کول.

د اوکراین جګړه له څلور نیمو کلونو راهیسې روانه ده. ډونالډ ټرمپ له بیا ځلې سپینې ماڼۍ ته تر ستنېدو وروسته څو ځله ویلي چې دغه جګړه به پای ته ورسوي، خو د هغه هڅې تر اوسه کومه څرګنده پایله نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته