د بشري حقونو سازمان «ههنگاو» راپور ورکړی چې د افغانستان د یوه وګړي وليجان نورزي د اعدام حکم د ایران په رفسنجان زندان کې عملي شوی دی.
دغه بنسټ نن (یکشنبه، د وږي ۱۵مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغان وګړي د اعدام حکم د تېرې چهارشنبې په سهار د ایران د رفسنجان په مرکزي زندان کې عملي شوی دی.
ههنگاو ویلي چې وليجان نورزي د حرکتي معلولیت لرونکی و او د اعدام حکم یې په داسې حال کې عملي شوی چې پر ویلچېر ناست و.
دغه بنسټ د باخبره سرچینو له قوله لیکلي چې وليجان نورزي درې کاله وړاندې په رفسنجان کې د عمدي قتل په تور د ایران د حکومتي ځواکونو تر تعقیب لاندې راغی. نوموړی د امنیتي ځواکونو د مستقیمو ډزو له امله سخت ټپي، وروسته ونیول شو او بیا د اعدام په سزا محکوم شو.
ههنگاو زیاته کړې: «د مرمۍ له لګېدو څخه د رامنځته شویو ټپونو شدت دومره زیات و چې دغه وګړي تېرو درېیو کلونو کې په زندان کې پر ویلچېر ژوند وکړ، د حرکت توان یې له لاسه ورکړی و او په پای کې هم پر ویلچېر اعدام شو.»
دغه بنسټ ویلي چې وليجان نورزي د افغانستان په لوېدیځ کې د فراه ولایت د مرکز فراه ښار اصلي اوسېدونکی و.
د ایران حکومت تر اوسه د دغه افغان وګړي اعدام په رسمي ډول نه دی تایید کړی.
له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې بېرته واک ته ورسېدل، ایران د افغان اتباعو د اعدامونو کچه لوړه کړې ده.
د ایران د بشري حقونو د سازماند شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې په ایران کې ۸۴ افغان وګړي اعدام شوي دي.
