له کابله سرچینې وايي، درې تنه شیعه بانفوذه کسان چې د خاتمالنبیین مدرسې د یو شمېر استادانو او طالبالعلمانو د نیول کېدو په تړاو یې د یوې غونډې د جوړولو هوډ درلود، د طالبانو له خوا نیول شوي دي.
د دې موضوع یوې باخبرې سرچینې «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو پرون، یکشنبه د وږي په ۱۵مه، صوفي ګردیزي، سید حسن شریفي بلخابي او محمدحسین سنگردوست نیولي دي.
سرچینې ویلي، دغه کسان هغه مهال ونیول شول چې شاوخوا ۵۰ تر ۶۰ پورې شیعه عالمانو او قومي بانفوذه کسانو غوښتل د خاتمالنبیین مدرسې د یو شمېر استادانو او طالبالعلمانو د نیول کېدو په تړاو د «هزارهګانو او اهل تشیع د مشرانو د ولسي اړیکو» په دفتر کې غونډه وکړي. د دغه دفتر آشپز او دوه ساتونکي هم نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د «هزارهګانو او اهل تشیع د مشرانو د ولسي اړیکو» دفتر د افغانستان د اسلامي وحدت د ګوند د مشر محمد محقق اړوند په یوه کور کې، د «سر کاریز» په سیمه کې فعالیت کاوه.
د سرچینې په وینا، شیعه عالمانو غوښتل غونډه وکړي او د خاتمالنبیین مدرسې د استادانو او طالبالعلمانو د خوشې کولو لپاره د طالبانو له چارواکو سره لیدنه وکړي.
خو طالبان د غونډې له جوړېدو مخکې په موضوع خبر شول. په لومړي سر کې په کابل کې د طالبانو والي د «هزارهګانو او اهل تشیع د مشرانو د ولسي اړیکو» دفتر له مشر صوفي ګردیزي سره اړیکه ونیوله او هغه یې د ولایت دفتر ته وغوښت.
سرچینه وايي، صوفي ګردیزي د والي له دفتر څخه د طالبانو د استخباراتو ځواکونو له خوا د دې ډلې د عدلیې وزارت ته، چې په دارالامان کې دی، انتقال شو او وروسته یې ټیلیفون له لاسرسي ووت.
سرچینې ویلي، په کابل کې د طالبانو والي صوفي ګردیزي ته خبرداری ورکړی چې: «د عبدالرحمن خان دوره مه هېروئ!»
هغه پنځه کسان چې د ولسي اړیکو له دفتر څخه نیول شوي، هم د طالبانو د عدلیې وزارت ته انتقال شوي او تر اوسه نه دي خوشې شوي.
د دغو کسانو ګرځنده ټیلیفونونه هم له لاسرسي وتلي او له نیول کېدو وروسته د هغوی د وضعیت په اړه څوک معلومات نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د شنبې په ورځ، د وږي په ۱۴مه، خاتمالنبیین مدرسې ته ځواکونه ولېږل، څو استادان او طالبالعلمان د مدرسې ودانۍ خالي کړي. له اعتراضونو وروسته ۲۸ تنه استادان او طالبالعلمان ونیول شول او د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې ته انتقال شول. د «اطلاعات روز» سرچینې تایید کړې چې له نیول شویو کسانو څخه څلور تنه خوشې شوي او ۲۴ نور لا هم په درېیمه حوزه کې بندیان دي.
طالبانو پرون د یو شمېر شیعه عالمانو له نیولو وروسته د «راه فردا» ټلوېزیون خپرونې هم بندې کړې. دغه ټلوېزیون مخکې د محمد محقق تر مالکیت لاندې فعالیت کاوه.
