په جرمني کې سیاسي زلزله؛ په زاکسن-انهالت ایالتي ټاکنو کې د «جرمني لپاره بدیل» ګوند مخکښ کېدل د کډوالو اندېښنې زیاتې کړې

Oplus_131072

د جرمني په ختیځ کې د زاکسن-انهالت ایالت په ټاکنو کې «د جرمني لپاره بدیل» (AfD) ګوند د ۴۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره بې‌ساری بری ترلاسه کړی او د کډوالو ترمنځ یې جدي اندېښنې راپارولې دي.

د زاکسن-انهالت ایالتي ټاکنې د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) ترسره شوې. په دغو ټاکنو کې «د جرمني لپاره بدیل» ګوند، چې د ښي اړخ افراطي او د کډوالۍ ضد جریان په توګه بلل کېږي، بې‌ساری بری ترلاسه کړ.

«دویچه‌وله» په یوه راپور کې لیکلي چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې، د جرمني لپاره بدیل ګوند ۴۴ سلنه رایې ترلاسه کړې او په نوي ایالتي پارلمان کې یې ۳۹ څوکۍ وګټلې.

که څه هم دغه ګوند په یوازې ځان د حکومت د جوړولو توان نه لري، خو د اکثریت لپاره یوازې درې نورو څوکیو ته اړتیا لري. د زاکسن-انهالت ایالتي پارلمان ټولټال ۸۳ څوکۍ لري او هر ګوند یا ائتلاف د ۴۲ څوکیو په ترلاسه کولو سره د حکومت د جوړولو وړتیا لري.

د سږ کال په ټاکنو کې «مسیحي دموکرات ګوند» (CDU)، چې تر اوسه یې د ایالت حکومت په واک کې درلود، له ۱۸ سلنې څخه د کمو رایو په ترلاسه کولو سره یوازې ۱۵ څوکۍ وګټلې.

«سوسیال مسیحي»، «شنه» او «چپ» ګوندونو هر یوه اته څوکۍ ترلاسه کړې او د «سارا واګن‌کنشت» ګوند پنځه څوکۍ وګټلې.

که څه هم هغه ټول سیاسي ګوندونه چې پارلمان ته بریالي شوي، مخکې یې له «د جرمني لپاره بدیل» ګوند سره ائتلاف رد کړی و، خو د سارا واګن‌کنشت ګوند له پارلمان ته له ننوتلو وروسته ویلي چې په ځینو موضوعاتو کې له دغه ګوند سره همکاري په بشپړه توګه نه ردوي. دغه ګوند همداراز غواړي چې د «جرمني لپاره بدیل» پر وړاندې موجوده سیاسي «اور وژونکې دېوال» یا د سیاسي انزوا تګلاره پای ته ورسېږي.

که څه هم دا لا تر اوسه نه ده معلومه چې ایا د «جرمني لپاره بدیل» په مشرۍ حکومت جوړېدای شي که نه، خو د دغه ګوند مخکښ کېدل او د ۲۰۲۱ کال د ټاکنو په پرتله د هغه د رایو له دوه برابره څخه د زیاتېدو له امله، د جرمني رسنیو دا وضعیت «سیاسي زلزله» بللی دی. په همدې حال کې، د کډوالو ټولنې هم سختې اندېښمنې شوې دي.

په ختیځ جرمني کې د کډوالو یوې ټولنې د ښي اړخ افراطي «د جرمني لپاره بدیل» ګوند بریا ته په اشارې له سیاستوالو او مدني ټولنې غوښتي چې «د کډوالۍ له مخینې لرونکو کسانو اندېښنې او د هغوی د ژوند واقعیتونه تر بل هر وخت زیات په پام کې ونیسي».

د دویچه‌وله د راپور له مخې، د کډوالو ټولنې (DaMOst e.V) چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د جرمني په پنځو ختیځو ایالتونو کې فعالیت کوي، ویلي چې کډوال د دغو پایلو له اورېدو وروسته «د ناامنۍ احساس» کوي.

فواد عبدالله، چې د دغې ټولنې یو غړی دی، ویلي: «موږ باید د ټاکنو پایلې جدي ونیسو. ډېر خلک د ناامنۍ احساس کوي او داسې انګیري چې د هغوی اندېښنو ته په کافي اندازه پاملرنه نه کېږي.»

هغه زیاته کړې: «دې موضوع ته د ملموسو سیاسي ځوابونو اړتیا ده. په عین حال کې، حللاره باید د ټولنې د بېلابېلو ډلو ترمنځ په تقابل او یا د خلکو د توکم، دین او د کډوالۍ د مخینې له امله په بدنامولو کې نه وي.»

د کډوالو د دغې ټولنې مشرتابه ټینګار کړی چې د کډوالۍ له مخینې لرونکي کسان باید یوازې د سیاسي بحثونو موضوع نه وي؛ بلکې باید د برابر حق لرونکو اتباعو او سیاسي فعالانو په توګه وپېژندل شي او د خپلې ټولنې د جوړښت په بهیر کې د فعال ګډون زمینه ورته برابره شي.

«د جرمني لپاره بدیل» ګوند د خپلې کډوالۍ ضد پالیسۍ له امله شهرت موندلی دی. په جرمني ښارونو کې د ځینو کډوالو انفرادي اقدامات، په ځانګړي ډول جنایي جرمونو ترسره کول، د دې لامل شوي چې د دغه ګوند د چارواکو څرګندونې د خلکو د پام وړ وګرځي. دغه ګوند له کډوالو سره د جدي چلند او د نویو کډوالو د منلو د بهیر د درولو غوښتنه کوي.

اوس، په زاکسن-انهالت ایالت کې له بې‌ساري بریا وروسته، د «د جرمني لپاره بدیل» ګوند چارواکي وايي چې دا ګوند یوازینی سیاسي جریان دی چې کولای شي د هېواد ستونزې حل کړي.

مارکوس فرونمایر، د «د جرمني لپاره بدیل» ګوند یوه غړي، ویلي: «دا تر ټولو ښه پېښه وه چې د خلکو لپاره رامنځته کېدای شوه. موږ بدلون ته اړتیا لرو. په جرمني کې ستونزې پراخې شوې دي. موږ د پراخې او غیرقانوني کډوالۍ، کورني امنیت او د کارموندنې له ستونزو سره مخ یو، او زه فکر کوم چې د جرمني لپاره بدیل یوازینی ګوند دی چې کولای شي دغه ستونزې حل کړي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته