د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک وايي، که د مصنوعي ځیرکتیا لپاره لازم قوانین او څارنیز میکانیزمونه رامنځته نه شي، دغه ټکنالوژي د «بشریت د بقا» لپاره ګواښ جوړولی شي.
ترک دغه څرګندونې پرون (دوشنبه، ۱۶ د وږي) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۶۳مې کلنۍ غونډې پر مهال په جنیوا کې کړې دي.
هغه وویل چې دا اندېښنه یې د دې صنعت له ښکېلو کسانو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ مطرح کړې چې په وینا یې، «پرمختللې مصنوعي ځیرکتیا د بشریت د بقا لپاره ګواښ رامنځته کولی شي.»
ولکر ترک وویل: «هغه مصنوعي ځیرکتیا چې له خپل آزمایښتي چاپېریال څخه تېښته کوي یا له خپلو پراختیاکوونکو باج اخلي، څو د خپل بندېدو مخه ونیسي، له حده زیاته پیاوړې ده.»
هغه زیاته کړه چې په راتلونکو کلونو کې به د مصنوعي ځیرکتیا په څېر د ډیجیټلي وسایلو او انسانانو ترمنځ اړیکې د لومړیتوب وړ موضوع وي او د دغې ټکنالوژۍ مدیریت او څارنې ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر وویل چې ډېرو کسانو منلې چې مصنوعي ځیرکتیا باید مدیریت شي، خو تر اوسه په دې برخه کې عملي اقدامات نه دي شوي. د هغه په وینا، دا ځنډ یوازې د سترو ټکنالوژۍ شرکتونو، د دغې ټکنالوژۍ د مالکانو او پراختیاکوونکو په ګټه دی.
ترک وویل: «یوازې یو شمېر محدود کسان پر مصنوعي ځیرکتیا نږدې نامحدود واک لري؛ دوی د آزادۍ خبرې کوي، خو د کاروونکو له معلوماتو ګټه اخلي.»
هغه د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د نړیوال علمي پلاوي له جوړېدو، د اروپايي کمېسیون له خوا د مصنوعي ځیرکتیا د حسابورکونې د پلاتفورم له رامنځته کېدو او د سویلي کوریا له خوا د مصنوعي ځیرکتیا د مدیریت د جوړښت له رامنځته کولو هرکلی وکړ او ویې ویل چې له دغو دریو مواردو پرته، په دې برخه کې د پام وړ نور اقدامات نه دي شوي.
ولکر ترک ټینګار وکړ چې «مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي»، د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب او امنیت لپاره باید پیاوړي تضمینونه رامنځته شي.
هغه زیاته کړه چې په راتلونکو ورځو کې به د مصنوعي ځیرکتیا شرکتونو ته لیکونه واستوي، څو له همدې اوس څخه د دې ټکنالوژۍ د احتمالي خطرونو د کمولو لپاره ګامونه پورته کړي.
مصنوعي ځیرکتیا په وروستیو کلونو کې په چټکۍ پراختیا موندلې ده. په ټوله نړۍ کې لوی او کوچني شرکتونه د مصنوعي ځیرکتیا بېلابېل ماډلونه جوړوي او پر دې صنعت تر ډېره امریکا او چین پانګونه کوي.
د مصنوعي ځیرکتیا کارونه اوس د معلوماتو له تحلیل او علمي څېړنو سره د مرستې تر کچې محدود نه دي پاتې، بلکې د وسایلو کنټرول او پوځي برخو ته هم غځېدلي دي.
په لومړیو کې تمه کېده چې په طبي برخه، په ځانګړي ډول د جراحي په خونو کې، د مصنوعي ځیرکتیا کارول به د انسانانو د ژوند ژغورلو کې مرسته وکړي. خو اوس داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د وسلو جوړولو شرکتونه بېپیلوټه الوتکې او نور جنګي وسایط په مصنوعي ځیرکتیا سمبالوي؛ داسې ټکنالوژي چې ښايي په راتلونکي کې د خپلواکې پرېکړې او عمل وړتیا ولري.
