د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال او د «ملي اسلامي جنبش افغانستان» مشر عبدالرشید دوستم وايي، د خاتمالنبیین مدرسې تخلیه او د دې مرکز د استادانو او زدهکوونکو نیول «تبعیض او زورزیاتی» دی.
دوستم نن (سهشنبه، ۱۷ د وږي) په یوه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې «هرڅومره ژر چې کېږي له دې اقدام څخه لاس واخلي او بندیان خوشې کړي».
هغه ویلي: «طالبانو د معترضانو پر وړاندې په تاوتریخوالي او فشار راوړلو سره د خاتمالنبیین مدرسې یو شمېر استادان او زدهکوونکي نیولي او بندیان کړي او له بېاحترامۍ، تبعیضي چلند او زورزیاتي سره یې دغه مرکز تخلیه کړی دی.»
دوستم زیاته کړې چې طالبان یوازې د هزارهګانو پر وړاندې نه، بلکې د نورو قومونو، په ځانګړي ډول ترکانو (ازبکانو او ترکمنانو) او تاجکانو پر وړاندې هم په تاوتریخوالي، «حقستیزۍ» او بېعدالتۍ لاس پورې کوي.
د هغه په وینا، طالبان هره ورځ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په بېلابېلو پلمو د هزارهګانو، ازبکانو او تاجکانو ځمکې او کورونه غصبوي او د وهلو، سپکاوي او حتا د خلکو د ویشتلو له لارې «غیرانساني او غیرقانوني» اقدامات کوي.
دوستم وايي چې طالبان د دغو اقداماتو له لارې د خلکو ترمنځ «وېره او ناامني» رامنځته کوي او د هغوی د غږونو په چوپولو سره یې ناهیلي او ناامیدۍ ته کشوي.
هغه خبرداری ورکړی چې «هېڅ حکومت په ظلم، استبداد او بېعدالتۍ نه شي دوام کولی» او طالبان باید پوه شي چې دا وضعیت به تېر شي او د خلکو له قهره به د دوی لپاره د خلاصون او تېښتې هېڅ لار پاتې نه شي.
طالبانو پرون د خاتمالنبیین مدرسه تخلیه کړه. د دې ډلې د عدلیې وزارت وايي چې دغه مرکز پر دولتي ځمکه جوړ شوی دی.
خو د آیتالله محمدآصف محسني، چې د دې مدرسې بنسټګر و، اولادونه وايي چې طالبانو «د سیاسي موخو لپاره او د محکمې له رسمي حکم پرته» دغه مرکز تخلیه کړی دی.
