د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سواد نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو د زدهکړې پر وړاندې ګڼ خنډونه موجود دي.
اوچا ویلي چې سواد د پوهې، فرصتونو او خوندي راتلونکي پر لور دروازې پرانیزي.
دغه دفتر ټینګار کړی چې په زدهکړو کې دوامداره پانګونه اړینه ده، څو دا دروازې پرانیستې پاتې شي او هر ماشوم د ودې او پرمختګ فرصت ولري.
د سپټمبر اتمه، چې د سنبلې له ۱۷مې سره برابره ده، د سواد نړیواله ورځ ده. دا ورځ داسې مهال رارسېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له پنځو کلونو راهیسې له زدهکړو څخه بېبرخې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر هم د سواد نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې هر انسان باید د لوستلو او لیکلو فرصت ولري.
یوناما ویلي چې له ۶۰ کلونو راهیسې یو اساسي اصل د سواد نړیوالې ورځې محور دی: هر انسان حق لري چې ولولي، ولیکي، زدهکړه وکړي او په بشپړ ډول په ټولنه کې ونډه واخلي.
خو د یوناما په وینا، اوس مهال ۷۳۹ میلیونه ځوانان او لویان لا هم د سواد له بنسټیزو مهارتونو بېبرخې دي.
