د ال‌نینو پدیده؛ فائو: په افغانستان کې د لندبل زیاتوالي اټکل شوی

Oplus_131072

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) ویلي چې اټکل کېږي د ال‌نینو (El Niño) پدیدې له امله د ۲۰۲۶/۲۷ لندبل موسم پر مهال په ټول افغانستان کې د منځنۍ کچې په پرتله د زیاتو بارانونو او لندبل شرایطو احتمال زیات شي. د دغه سازمان په وینا، دا وضعیت د اوبو د لاسرسي او د کرنې د وضعیت د ښه کېدو لپاره زمینه برابرولی شي.

خو فائو ویلي چې د بارانونو او واورې د ویلې کېدو زیاتوالی ښايي په ځینو سیمو کې د سیمه‌ییزو سېلابونو خطر هم لوړ کړي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د وضعیت دوامداره څارنه، پر وخت د کرنیزو سپارښتنو وړاندې کول او د سېلابونو پر وړاندې چمتووالی اړین دی، څو له احتمالي فرصتونو ګټه واخیستل شي او په ورته وخت کې خطرونه راکم شي.

ال‌نینو هغه اقلیمي پدیده ده چې د استوایي آرام سمندر په مرکزي او ختیځو برخو کې د سمندر د سطحې د تودوخې له زیاتېدو سره رامنځته کېږي. دا پدیده معمولاً په هرو دوو تر اوو کلونو کې یو ځل رامنځته کېږي او شاوخوا له نهو تر ۱۲ میاشتو دوام کوي.

د ال‌نینو پدیده په ځینو سیمو کې د بارانونو او سېلابونو د زیاتېدو لامل کېږي، خو په ځینو نورو سیمو کې وچکالي او ګرمي لا پسې زیاتولی شي.

د هوا پېژندنې نړیوال سازمان د تازه اټکلونو له مخې، ال‌نینو په چټکۍ د پیاوړي کېدو په حال کې دی او تمه کېږي چې دغه بهیر د ۲۰۲۶ کال تر پایه دوام وکړي.

د ۲۰۲۶/۲۷ مني او ژمي پر مهال د یوې ډېرې پیاوړې ال‌نینو پدیدې د رامنځته کېدو احتمال له ۹۰ سلنې څخه زیات اټکل شوی دی. همداراز، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر او ډسمبر ترمنځ د دې پدیدې د تاریخي کچې د شدت احتمال ۶۹ سلنه اټکل شوی دی.

فائو ویلي چې د ال‌نینو د اغېزو د رامنځته کېدو وخت او شدت لا هم روښانه نه دی، خو په افغانستان کې ال‌نینو په تېرو وختونو کې معمولاً په ژمي او پسرلي کې له منځنۍ کچې څخه د زیات لندبل او بارانونو له شرایطو سره مل و.

دغه سازمان ویلي چې وړاندوینې د ۲۰۲۶ کال په وروستیو کې د هند په سمندر کې د مثبت شاخص (IOD) د رامنځته کېدو احتمال هم ښيي. که دغه دواړه اقلیمي عوامل په یو وخت رامنځته شي، ښايي په ۲۰۲۶/۲۷ کال کې د یوه نسبتاً لوند موسم احتمال زیات شي؛ خو د مثبت IOD د رامنځته کېدو د وخت او شدت په اړه لا هم ابهام موجود دی.

فائو ویلي چې په ژمي او پسرلي کې د زیاتو بارانونو احتمال کولی شي د خاورې د لندبل، د واورو د زېرمو او اوبو ته د لاسرسي له زیاتېدو سره د ژمنیو فصلونو، څړځایونو او اوبو سرچینو لپاره ګټور تمام شي.

خو په ورته وخت کې، د زیاتو بارانونو او د واورې د زیاتې راټولېدو له امله ښايي د سیمه‌ییزو سېلابونو، ځمکې ښوېدنې او کرنیزو ځمکو او زیربناوو ته د زیان رسېدو خطر هم زیات شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته