د طالبانو او پاکستان ترمنځ د دوامدارو اختلافونو په لړ کې د پاکستان طبي شورا پرېکړه کړې چې هغه افغان محصلین چې په دغه هېواد کې د طب او غاښونو د طب په برخو کې زدهکړې کوي، باید افغانستان ته ستانه شي.
د «عرب نیوز» د راپور له مخې، دې شورا په خپله تازه پرېکړه کې د افغانستان د نویو محصلینو پر جذب بندیز لګولی او ویلي یې دي چې له افغانستان څخه به د طب او غاښونو د طب په برخو کې نوي محصلین نه منل کېږي.
د دې رسنۍ د راپور پر بنسټ، د پاکستان د طبي شورا په هغه لیک کې چې د سپټمبر په لومړۍ نېټه صادر شوی، راغلي: «هغه افغان اتباع چې له دې وړاندې په پاکستان کې د طب یا غاښونو د طب په پروګرامونو کې شامل شوي، مکلف دي چې خپل هېواد ته ستانه شي.»
شورا همداراز امر کړی چې تعلیمي بنسټونه باید د دغو محصلینو د پاکستان څخه د وتلو لپاره ټول اړین اداري مراحل برابر کړي.
د پاکستان طبي شورا ټینګار کړی چې په روان تعلیمي کال کې به تر بلې خبرتیا پورې د افغان اتباعو لپاره هېڅ ډول نوی شاملول، انتقال، د زدهکړو د ځای بدلون او یا نورې اسانتیاوې نه ورکول کېږي.
د دې شورا په لیک کې راغلي: «دا موضوع له خورا لوړې کچې اهمیت څخه برخمنه ده او د ملي پالیسۍ له لارښوونو سره تړاو لري.»
تر دې وړاندې د اسلاماباد د عالي محکمې یوه قاضي په پاکستان کې د افغان محصلینو حضور تر پوښتنې لاندې راوستی و او ویلي یې وو چې پاکستان له افغانستان سره، چې د طالبانو تر واک لاندې دی، په جګړه کې دی.
«خادم حسین سومرو» د محکمې د یوې غونډې پر مهال د دغو محصلینو وکیل ته ویلي و: «صاحب، موږ دا مهال له افغانانو سره په جګړه کې یو. که هندي محصلین راشي، ایا هغوی ته به هم د ننوتلو اجازه ورکړئ؟»
پاکستان داسې مهال د افغان طبي او غاښونو د طب محصلینو د ایستلو پرېکړه کړې چې د دغه هېواد او طالبانو ترمنځ اړیکې له څه باندې یوه کال راهیسې ترینګلې دي.
د پاکستان حکومت له طالبانو سره د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو له امله د «غیرقانوني» افغان اتباعو د ایستلو بهیر چټک کړی او د افغان محصلینو او نورو افغان وګړو د ویزو له تمدید څخه هم ډډه کوي.
