الجزیره: حوثیانو د یمن ټوله ساحلي کرښه نیولې او باب‌المندب تنګي ته رسېدلي دي

MOHAMMED HUWAIS / AFP

د الجزیرې شبکې راپور ورکړی چې حوثیانو د سره سمندر پر غاړه د یمن ټوله ساحلي کرښه نیولې او ځانونه یې ستراتیژیک باب‌المندب تنګي ته رسولي دي.

الجزیرې نن (جمعه، د وږي ۲۰مه) په یوه راپور کې لیکلي چې سعودي عربستان هم د حوثیانو پر وړاندې اقدام کړی، خو حوثیان د یمن د جنوب پر لور خپلو پرمختګونو ته دوام ورکوي.

الجزیرې لیکلي چې د سعودي عربستان هوايي ځواکونو د مخا پر هوايي ډګر دوه هوايي بریدونه کړي دي.

حوثیانو پرون د مخا بندري ښار کنټرول، چې د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن د رسمي حکومت په لاس کې و، ترلاسه کړ.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، د یمن رسمي حکومت چې د سعودي عربستان ملاتړ ورسره دی، د شاتګ په حال کې دی او حوثیانو د سره سمندر پر غاړه د یمن وروستۍ ساحلي سیمې هم نیولې دي.

د الجزیرې خبریال له سیمې څخه راپور ورکړی چې د یمن د رسمي حکومت د ځواکونو له مخا څخه تر وتلو وروسته، حوثیان د جنوب پر لور د پرمختګ پر مهال له لږ مقاومت سره مخ شول.

هغوی ذباب او وروسته مراد هم ونیول، چې د یمن وروستی ساحلي ښار بلل شوی، او په دې سره یې پر ټوله ساحلي کرښه خپل کنټرول بشپړ کړ.

اوس د حوثیانو سمندري ځواکونو د ساحل پر لور د پرمختګ په ترڅ کې د باب‌المندب په تنګي کې د میون ټاپو نیولی او له جګړې وروسته یې د زقر ټاپو پر لور هم خپله لار پرانیستې ده. په دغه ټاپو کې لا هم جګړه روانه ده.

حوثیانو په ورته وخت کې، په هغو سیمو کې چې د یمن رسمي حکومت د کلونو لپاره تر خپل کنټرول لاندې ساتلې وې، له حکومتي ځواکونو غوښتي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي، څو خوندي پاتې شي.

مهدي المشاط، د حوثیانو د عالي سیاسي شورا مشر، په یوه اعلامیه کې له یمني حکومتي ځواکونو غوښتي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي، څو د قانوني تعقیب پر وړاندې له بشپړ خوندیتوب څخه برخمن شي.

الجزیرې لیکلي چې د حوثیانو دغه دریځ او له ښارونو څخه د حکومتي ځواکونو پرله‌پسې شاتګ ښيي چې په رښتیا د وضعیت کنټرول د چا په لاس کې دی.

تر اوسه داسې هېڅ راپور نه دی خپور شوی چې وښيي د یمن حکومتي ځواکونو د حوثیانو د بېرته شړلو لپاره، له هغو سیمو څخه چې حوثیانو نیولې دي، کوم پراخ پوځي ځوابي برید پیل کړی وي.

امریکايي شبکې آکسیوس نن سهار په یوه راپور کې لیکلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان هغه غوښتنه رد کړې چې پر یمني حوثیانو دې برید وشي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته