د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو ۲۵مه کلیزه؛ القاعدې د حمزه بن لادن په نوم منسوب ویډیو خپره کړه

Oplus_131072

سره له دې چې امریکا په ۲۰۱۹ کال کې د حمزه بن لادن د وژل کېدو خبر ورکړی و، د القاعدې شبکې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د هغه په نوم منسوبه یوه ویډیو خپره کړې ده.

ساره هرموش، چې د «ترهګرۍ، القاعدې او تاوتریخوالي پر بنسټ افراطیت» په برخه کې څېړونکې ده، نن جمعه، د سنبلې په ۲۰مه، په ایکس ټولنیزه شبکه کې د حمزه بن لادن په نوم منسوبې یوې ویډیويي وینا یوه برخه خپره کړې ده.

مېرمن هرموش لیکلي چې دا برخه د ۵۲ دقیقې اوږدې ویډیو یوه برخه ده چې د القاعدې د «السحاب» په نوم د رسنیزې ادارې له خوا خپره شوې ده.

د هغې په وینا، القاعدې د «د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو یوه پېړۍ څلورمه» تر سرلیک لاندې د ویډیوګانو په خپرولو سره، د لومړي ځل لپاره یو کس د حمزه بن لادن په توګه د کمرې مخې ته راوستی، څو ادعا وکړي چې د اسامه بن لادن زوی ژوندی دی.

په دې ویډیو کې د هغه نوم «شیخ مجاهد حمزه بن اسامه بن لادن» ښودل شوی او د «رحمه‌الله» اصطلاح، چې عموماً د مړو کسانو لپاره کارول کېږي، نه ده ذکر شوې.

د ویډیو په یوه برخه کې هغه کس چې القاعده یې حمزه بن لادن معرفي کوي، وايي: «اسلام له یوې بشپړې مذهبي، کلتوري، اقتصادي او پوځي جګړې سره مخ دی؛ داسې جګړه چې هغه دښمنان یې پر مخ وړي چې نه غواړي اسلام بریالی شي.»

همدارنګه، د ویډیو په یوه برخه کې القاعده د ځواکونو د جذب لپاره د جلب‌وجذب غوښتنه کوي او ادعا کوي چې «جهاد د پراخېدو په حال کې دی» او ځواک یې «په واشنګټن، لندن او تل‌ابیب کې د خدای د دښمنانو د وېرې لامل ګرځي.»

ساره هرموش وايي، په داسې حال کې چې امریکا په ۲۰۱۹ کال کې اعلان کړی و چې د القاعدې د شبکې د لومړي مشر او بنسټګر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن یې وژلی، اوس القاعده غواړي داسې وښيي چې حمزه ژوندی دی.

د هغې په وینا، حتا که حمزه ژوندی هم نه وي، القاعده غواړي د هغه له کورني نوم څخه د خپلې شبکې د بیا تنظیم او بیا راټولولو لپاره ګټه واخلي.

هغې زیاته کړې چې القاعدې په دې ویډیو کې خپلو پخوانیو عملیاتو ته هم اشاره کړې، چې پکې پر «یو ایس ایس کول» جنګي بېړۍ برید، د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه او په کینیا او تانزانیا کې د امریکا پر سفارتونو چاودنې شاملې دي.

د هغې په وینا، القاعده په دغو تبلیغاتي ویډیوګانو کې، چې ټاکل شوې لړۍ یې دوام وکړي، د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو اغېزې د یوې «فرسایشي جګړې» له نظره ارزوي او پر هغو اقتصادي لګښتونو ټینګار کوي چې پر متحده ایالاتو تحمیل شوي دي؛ لکه د ونډو بازار، پورونه، دندې او دولتي لګښتونه. القاعده همدارنګه ادعا کوي چې د جهادي ځواکونو د هر یوه ډالر لګښت به د متحده ایالاتو لپاره د یو میلیون ډالرو لګښت سبب شي.

دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالات وايي، د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په یوه سیمه کې د امریکا په یوه له ترهګرۍ ضد عملیاتو کې وژل شوی دی. سپینې ماڼۍ د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په ۱۴مه د هغه مړینه په رسمي توګه تایید کړې وه. خو د هغه د وژل کېدو دقیق وخت او ځای هېڅکله په رسمي ډول نه دي خپاره شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته