د روسیې لپاره د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلاف له امله د ګډې اعلامیې له خپرولو پرته پای ته ورسېده.
کابلوف په یوه خبري غونډه کې وویل: «د ګډې وروستۍ اعلامیې د چمتو کولو پر مهال له یوې ستونزې سره مخ شوو؛ ستونزه دا وه چې زموږ افغان او پاکستاني همکارانو ګډ نظر نه درلود. موږ له دې امله خواشیني یو.»
هغه زیاته کړه: «زموږ افغان همکارانو باور درلود چې سږ کال په مسوده کې د ترهګرۍ په برخه کې پر افغانستان ډېر تمرکز شوی دی. رښتیا ووایم، دا موضوع زموږ لپاره د حیرانتیا وړ وه؛ ځکه د تېر کال د اوومې غونډې په اعلامیه کې هم له همدې عبارتونو او تعبیرونو کار اخیستل شوی و. خو افغانان باور لري چې له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې وضعیت بدل شوی او سږنۍ اعلامیه ورته د منلو وړ نه ده.»
کابلوف وویل، «مسکو فارمټ» کولی شي له ګډې اعلامیې پرته هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، خو د داسې اعلامیې تصویب د دې بهیر له دود سره ډېر سمون درلود او مناسب به و.
د روسیې ځانګړي استازي همداراز وویل چې د غونډې ټولو ګډونوالو له طالبانو او پاکستان څخه په ګډه وغوښتل چې د یو بل پر وړاندې له پوځي اقداماتو ډډه وکړي؛ هغه اقدامات چې تر بل هر څه ډېر زیان ملکي وګړو ته رسوي.
هغه زیاته کړه چې ګډونوالو د سیاسي او ډیپلوماټیکو حللارو په موندلو کې د مرستې او اسانتیا لپاره خپل چمتووالی هم څرګند کړ.
د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه نن د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د هند، ایران، قزاقستان، چین، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان د استازو په ګډون د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پیل شوې وه. د بلاروس او مصر پلاوي هم دې غونډې ته د مېلمنو په توګه بلل شوي وو.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په خپله وینا کې پاکستان تورن کړ چې د افغانستان د بېثباته کولو هڅه کوي او د دواړو هېوادونو پولې ته څېرمه یې زرګونه سرتېري ځای پر ځای کړي دي.
