د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش وايي، دغه سازمان به له پاکستان سره همکاري وکړي، څو ډاډ ترلاسه شي چې له پاکستان څخه د افغانستان د کډوالو بېرته ستنېدل په داوطلبانه، خوندي او د انساني کرامت په ساتلو سره ترسره کېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي نن (سېشنبه، ۱۴ میزان) په اسلاماباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاقدار سره په یوه خبري غونډه کې دا څرګندونې وکړې.
هغه وویل، پاکستان د لسیزو لپاره خپلې دروازې د افغانستان د میلیونونو هغو وګړو پر مخ پرانیستې وې چې له جګړو او بېثباتۍ څخه تښتېدلي وو.
ګوټرېش همداراز وویل، دوی له هغو کسانو سره چې د ملاتړ او خوندي ځای په لټه کې وو، هر هغه څه چې په توان کې یې وو، شریک کړي دي.
پاکستان له ۲۰۲۳ میلادي کال راهیسې، د ناامنۍ له زیاتېدو وروسته، د افغانستان د کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده. دغه هېواد د افغانستان د کډوالو د لنډمهاله استوګنې اسناد باطل اعلان کړل، د هغوی ویزې یې نورې تمدید نه کړې او په پایله کې یې پولیسو یو شمېر کډوال ونیول او له هېواده یې وایستل.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه د روان میلادي کال تر اپرېل پورې، یو میلیون او ۲۵۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي دي.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستلو پراخ غبرګونونه راپارولي او د بشري حقونو بنسټونو څو ځله د دغه بهیر د درولو غوښتنه کړې، خو دغه لړۍ لا هم دوام لري.
