په غزني ولایت کې سرچینې خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې په یوې ترافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
سرچینه وايي چې دغه ترافیکي پېښه نن تر غرمې وروسته (سهشنبه، ۱۴ د تلې) د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په شهباز سیمه کې د علیزو په کلي کې شوې ده.
سرچینې ویلي چې یاده ترافیکي پېښه د کابل – کندهار د لویې لارې پر سړک د ۵۸۰ مسافر وړونکي او کرولا ډوله موټر ترمنځ شوې ده.
د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي یاده شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې پر لویو لارو ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي.
