ټرمپ: اوکراین نوي ولسمشر ته اړتیا لري

BRENDAN SMIALOWSKI / AFP

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په سختو نیوکو کې ویلي، چې اوکراین نوي ولسمشر ته اړتیا لري.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې ټرمپ د شنبې په ورځ (د تلې ۱۸مه) په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د روسیې د تېلو پر بنسټیزو تاسیساتو د بریدونو په اړه د زلنسکي پر تګلارې سختې نیوکې کړې دي.

ټرمپ ویلي: «زما په اند، اوس هغه وخت رارسېدلی چې اوکراین نوی ولسمشر ولري.»

هغه زیاته کړې، چې د روسیې پر تېلو چاڼځایونو د زلنسکي بریدونو د ډیزلو پر نړیوالې عرضې منفي اغېز کړی دی.

ټرمپ ویلي: «هغه غواړي د ډیزلو د سون توکو په نښه کولو سره زموږ د بزګرانو او مالدارانو لپاره ستونزې جوړې کړي، ځکه روسیه د نړۍ د اړتیا وړ ډیزلو لویه برخه برابروي.»

اوکراین په وروستیو میاشتو کې د روسیې د تېلو پر بنسټیزو تاسیساتو بریدونه زیات کړي دي. کییف هره اوونۍ سلګونه بې‌پیلوټه الوتکې د روسیې پر تاسیساتو، په ځانګړې توګه د تېلو پر زېرمو، ورولي، څو د مسکو پر تېلو ولاړ اقتصاد ته زیان ورسوي.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې یوې هوکړې ته رسېدلی، چې له مخې به یې مسکو د ډیزلو پر صادراتو محدودیتونه لرې کړي او د امریکا د اړتیا وړ ډیزلو په برابرولو کې به مهم رول ولوبوي.

اوکراین له دې هوکړې سخت ناخوښ دی. ولودیمیر زلنسکي ویلي، د ډیزلو په اړه دغه هوکړه به «روسیه لا زړوره کړي».

زلنسکي ویلي، د جمعې په ورځ د پوتین او ټرمپ ترمنځ د ډیزلو د هوکړې اعلان د دې لامل شوی، چې مسکو لا زیاتې بې‌پروا کړنې وکړي.

کییف په بدل کې له واشنګټن غوښتي، چې پر مسکو فشار راوړي څو د څلور نیم کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي خبرې پیل کړي.

په مقابل کې، ټرمپ څو ځله د زلنسکي پر هغو تګلارو نیوکې کړې چې دی یې ناسمې بولي، او د روسیې پر ځای یې د اوکراین پر وړاندې توند دریځ نیولی دی.

ټرمپ تر اوسه لږ تر لږه شپږ ځله په ښکاره د اوکراین د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده. هغه د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې زلنسکي «بې‌ټاکنو دیکتاتور» هم بللی و.

ولودیمیر زلنسکي د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې د اوکراین ولسمشر شو. د هغه د ولسمشرۍ قانوني دوره پنځه کاله وه او باید په ۲۰۲۴ کال کې پای ته رسېدلې وای، خو له روسیې سره د جګړې د دوام او د پوځي وضعیت له امله نوې ټاکنې نه دي ترسره شوې.

د اوکراین پارلمان د روان لمریز کال په مې میاشت کې اعلان کړی و، چې د پوځي وضعیت پر مهال د ټاکنو ترسره کول ممکن نه دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته