کرزي: د افغانستان پرمختګ د نجونو له زده کړو پرته ناشونی دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت د نجونو پر زده کړو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د هېواد د پرمختګ او پراختیا لپاره باید ټولو نجونو ته د زده کړو فرصتونه برابر شي.

کرزي نن (یک‌شنبه، د تلې ۱۹مه) په یوه پیغام کې ویلي، چې د نجونو پیاوړتیا د ټولنې ګډ مسوولیت دی او باید د هلکانو ترڅنګ د نجونو د پیاوړتیا موضوع هم له پامه ونه غورځول شي.

هغه زیاته کړې، چې افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره تر هر څه ډېر د نجونو پیاوړتیا ته اړتیا لري او دا هغه مهال شونې ده، چې نجونې د زده کړو له ټولو فرصتونو برخمنې شي او د لوړو زده کړو په بشپړولو سره د خپل ولس او هېواد خدمت وکړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر هیله څرګنده کړې، چې ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي، څو هغوی د خپلې پوهې، تخصص او مهارتونو له لارې د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي او په نړیواله کچه د افغانستان د ویاړ لامل شي.

کرزي په خپل پیغام کې د افغانستان د لرغوني کلتوري تاریخ او د ښځو او نجونو د درناوي یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې افغانان په کورنیو او نړیوالو غونډو کې د ښځو او نجونو د مقام، بریاوو او زړورتیا یاد په ویاړ کوي.

د نجونو نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۱۱مه لمانځل کېږي. ملګرو ملتونو په ۲۰۱۱ کال کې دا ورځ په رسمیت وپېژندله او په ۲۰۱۲ کال کې د لومړي ځل لپاره ولمانځل شوه. د دې ورځې موخه د نجونو د حقونو ملاتړ، زده کړو ته د هغوی د لاسرسي پراخول، د جنسیتي نابرابرۍ پر وړاندې مبارزه او د نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تبعیض د مخنیوي لپاره د پوهاوي لوړول دي.

دا ورځ په افغانستان کې داسې مهال را رسېږي، چې د طالبانو حکومت د شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو او ښځې له پوهنتوني زده کړو منع کړې دي.

د دغو محدودیتونو له امله میلیونونه نجونې له زده کړو بې‌برخې شوې دي او د هغوی د زده کړو د حق د بېرته ورکړې غوښتنې د افغانانو او نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته