په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پاکستان له‌خوا بېړنی حالت اعلان شو.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په خیبر پښتونخوا صوبه کې د بېړني حالت د نافذولو منظوري ورکړې ده. د دې پرېکړې له مخې، په صوبه کې به د بېړنیو اقداماتو د پلي کېدو بهیر پیل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزیر محسن نقوي او د دغه وزارت د دولت وزیر طلال چوهدري د کابینې د پرېکړې اړوند لنډیز ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړی و.

تر دې مخکې، د یکشنبې په سهار د پاکستان فدرالي حکومت په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت د نافذولو لپاره ولسمشر ته رسمي سپارښتنه کړې وه.

د پاکستان فدرالي کابینې د یکشنبې په ورځ تر غونډې وروسته په خپره شوې اعلامیه کې له لومړي وزیر شهباز شریف څخه غوښتي وو، چې ولسمشر ته مشوره ورکړي څو د وضعیت د جديت له امله د دغه هېواد د اساسي قانون د ۲۳۲ او ۲۳۴ مادو له مخې په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت نافذ کړي.

د کابینې په اعلامیه کې ویل شوي، چې په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي وضعیت خرابېدو او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د صوبایي حکومت د «قصدي بې‌پروايۍ او نه همکارۍ» له امله رامنځته شوي شرایط ارزول شوي دي. دا د فدرالي حکومت ادعا ده.

فدرالي حکومت وايي، په صوبه کې د امنیتي ننګونو زیاتوالی او د قانون او نظم خرابېدونکی وضعیت داسې شرایط رامنځته کړي، چې د اساسي قانون له مخې بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې، د پاکستان فدرالي حکومت ډاکټر محمد فخر عالم عرفان د خیبر پښتونخوا د نوي چیف سېکرټر په توګه ټاکلی دی. د راپور له مخې، نوموړی به تر بلې خبرتیا پورې په دې دنده کې پاتې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته