په هند کې د «سوسک د خلکو ګوند» په نوم د ځوانانو د غورځنګ مشران په نوي ډیلي کې تر نیول کېدو وروسته خوشې شوي، خو د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون د مشر پر ضد اعتراضونه پرلهپسې دویمې ورځې ته غځېدلي دي.
د «انډیا ټوډې» ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۹مه) په یوه راپور کې لیکلي، چې د «سوسک» غورځنګ بنسټګر ابجیت دیپکې او د دغه غورځنګ د رهبرۍ غړي ساوراو داس او اشوتوش رانکا خوشې شوي، خو اعتراضونه لا هم دوام لري.
د راپور له مخې، په نوي ډیلي کې یوه قاضي حکم کړی، چې د ځوانانو د غورځنګ دغه مشران په دې شرط خوشې شي، چې د یوه کال په موده کې عامه نظم ګډوډ نه کړي.
د «سوسک» غورځنګ درې واړه مشران پرون د نوي ډیلي په هوايي ډګر کې نیول شوي وو. هغوی له ممبۍ څخه نوي ډیلي ته تللي وو، څو د هند د ټاکنو کمېسیون پر ضد د اعتراضونو مشري وکړي.
په همدې وخت کې، هندي پولیسو د دغه غورځنګ د مشرانو ترڅنګ تر دوو زرو ډېر نور کسان هم نیولي وو، خو ډېری یې د شنبې په شپه خوشې شول.
د ټولنیزو شبکو فعال دروو راتهي، چې په وروستیو اعتراضونو کې یو بل پېژندل شوی مخ و، هم نیول شوی و. هغه تر نیمې شپې وروسته په دې ژمنې خوشې شو، چې په راتلونکو اعتراضونو کې به ګډون نه کوي.
اعتراض کوونکي د هند د ټاکنو د کمېسیون د مشر ګیانېش کومار د استعفا غوښتنه کوي. دوی ادعا کوي، چې د رایه ورکوونکو د نوملړ بیاکتنه د لومړي وزیر نرېندرا مودي په مشرۍ د واکمن «بهاراتیا جاناتا» ګوند په ګټه شوې ده.
د ټاکنو د کمېسیون د شمېرو له مخې، د رایه ورکوونکو له نوملړ څخه شاوخوا ۱۳۰ میلیونه نومونه ایستل شوي دي.
د هند د ټاکنو کمېسیون وايي، د دغو نومونو د ایستلو لپاره موجه دلیلونه شته. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، ۶۳ میلیونه کسانو خپل د اوسېدو ځای بدل کړی، د ۳۰ میلیونه کسانو هویت نه دی تثبیت شوی، ۲۸ میلیونه کسان مړه شوي او په ۱۰ میلیونه مواردو کې تکراري نوملیکنه شوې ده.
خو مخالف ګوندونه، په ځانګړي ډول د «سوسک» غورځنګ، چې لا هم د یوه رسمي سیاسي ګوند په توګه نه دی منل شوی، وايي چې مسلمانان او نور اقلیتونه د دې بهیر له امله تر نورو ډېر زیانمن شوي دي. د هند د ټاکنو کمېسیون او واکمن ګوند دغه ادعا ردوي.
د «سوسک» غورځنګ، چې ځان د «سوسک د خلکو ګوند» بولي، تر دې وړاندې هم د ازموینو د پوښتنو د افشا کېدو پر ضد د څو اوونیو اعتراضونو له لارې د مودي پر حکومت فشار راوړی و.
دغه غورځنګ د روان میلادي کال په جولای کې پراخ اعتراضونه پیل کړل، چې په پایله کې یې د هند د پوهنې وزیر استعفا ورکړه.
د «سوسک» غورځنګ له هغې وروسته رامنځته شو، چې د هند د سترې محکمې مشر سوریا کانت بېکاره ځوانان له «سوسکانو» سره تشبیه کړل.
ابجیت دیپکې په نوم یوه ځوان په ټولنیزو شبکو کې د دې خبرې په ځواب کې یوه لنډه او طنزیه لیکنه خپره کړه، چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول. دغه غبرګونونه د یوه داسې بهیر د رامنځته کېدو لامل شول، چې وروسته د همدې سپکوونکي نوم تر سرلیک لاندې د ځوانانو پر یوه اعتراضي غورځنګ بدل شو.
