د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې له افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) سره په سرحدي سیمه کې د نښتې پر مهال د دواړو ډلو ۱۲ غړي وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک یوه ډله غړي د شنبې په ورځ (د تلې ۱۸مه) هڅه کوله د افغانستان له خاورې د پاکستان خاورې ته واوړي، چې د کرم په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو لهخوا وپېژندل شول او نښته ورسره ونښته.
د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې ځواکونو یې د ټيټيپي د غړو د نفوذ هڅه شنډه کړې، خو د افغان طالبانو پوستو د دغو کسانو د ملاتړ لپاره پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړې دي.
د اعلامیې له مخې، په نښته کې د ټيټيپي او افغان طالبانو ۱۲ غړي وژل شوي دي. د پاکستان پوځ هم په دې نښته کې د خپل یوه سرتېري وژل کېدل تایید کړي دي.
بلخوا، تېره ماښام د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې راپورونه خپاره شوي وو.
د طالبانو ۲۰۳ منصوري قول اردو دغه نښته تایید کړې وه او ویلي یې وو، چې پاکستاني ځواکونو لومړی ډزې پیل کړې او وروسته طالبانو ځوابي ډزې کړې دي.
د یادې قول اردو ویاند عبدالحق فدا تېره ماښام د نښتې د پای ته رسېدو خبر ورکړی و او ویلي یې وو، چې طالبانو ته په دې نښته کې مرګژوبله نه ده اوښتې.
پاکستان: طالبان د ترهګرۍ په مخنیوي کې پاتې راغلي
پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټيټيپي په ګډون پاکستاني وسلهوالو ډلو ته پناه ورکړې او هغوی د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي.
د پاکستان پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان په پوله کې د تېرې ورځې پېښه یو ځل بیا د افغان طالبانو د حکومت د هغې قصدي او څرګندې ناکامۍ ښکارندويي کوي، چې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو لپاره د افغانستان د خاورې د کارولو مخه نه نیسي.
د اعلامیې په وینا، د طالبانو حکومت د ترهګرۍ د مخنیوي پر ځای د پولې پورې غاړې ترهګري اسانه کوي او ملاتړ یې کوي. پاکستاني پوځ همداراز ویلي، چې د طالبانو حکومت د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د خپلو نړیوالو ژمنو په پوره کولو کې په دوامداره توګه پاتې راغلی دی.
خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون ردوي او وايي، چې د دغه هېواد خاوره د هېڅ بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو پر سر اختلافونه د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچ او نښتو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.
سره له دې چې ځینو هېوادونو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره منځګړیتوب کړی، د دواړو لورو اړیکې لا هم ترینګلې دي. په همدې حال کې، پاکستان په افغانستان کې پر هغو سیمو بریدونو ته دوام ورکوي، چې د ترهګرو ډلو پټنځایونه یې بولي. خو طالبان او ملګري ملتونه وايي، چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړي هم په نښه کېږي.
