«نتبلاکس» چې په ټوله نړۍ کې انټرنېټ ته لاسرسی او د هغه اتصال څاري، د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې انټرنېټ ته د لاسرسي د پراخ اختلال خبر ورکړی دی.
دې ادارې نن شپه (یکشنبه، د تلې ۱۹مه) پر اېکس په یوه خپاره کړي پوسټ کې ویلي، چې معلومات په خیبر پښتونخوا کې په ځینو سیمو کې د انټرنېټ د اتصال پراخ اختلال تاییدوي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان فدرالي حکومت په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بېړني حالت د اعلان او د دغه ایالت د اعلی وزیر د نیولو خبر ورکړی دی.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري نن په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بېړني حالت د اعلان په اړه د دغه هېواد د کابینې پرېکړه تایید کړه.
تر دې وروسته د پاکستان پولیسو د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي او د تحریک انصاف ګوند یو شمېر مشران نیولي دي.
په خیبر پښتونخوا ایالت کې وروسته له هغې بېړنی حالت اعلان شوی، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند پراخ لاریونونه پیل کړل. دغه ګوند له زندانه د خپل مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کوي.
د پاکستان حکومت اسلاماباد ته د لاریونوالو د ننوتلو د مخنیوي لپاره زرګونه امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي او د کانتینرونو په وسیله یې د تګ راتګ لارې تړلې دي.
