د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز وايي، د تېلو یوه لېږدوونکې بېړۍ د هرمز تنګي څخه د وتلو پر مهال د عمان په اوبو کې د ډرون برید هدف ګرځېدلې ده.
دغه مرکز نن (دوشنبه، د تلې ۲۰مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پر یادې بېړۍ د عمان د «صحار» بندر ته څېرمه برید شوی دی.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز وايي، هغه توغندی چې پر بېړۍ لګېدلی، ډرون و؛ خو د برید د پیل ځای لا نه دی معلوم.
د دغه مرکز د تازه راپور له مخې، د عمان ځواکونه د بېړۍ د عملې په ایستلو کې مرسته کوي. تر اوسه د برید له امله د اوښتو زیانونو او چاپېریالي اغېزو کچه هم نه ده معلومه شوې.
دا په داسې حال کې ده چې یاد مرکز پرون هم د هرمز په تنګي کې پر یوې بلې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ د برید خبر ورکړی و.
د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک د هغې بېړۍ د برید مسوولیت منلی و او ویلي یې وو، چې د خامو تېلو دوه میلیونه بېرله لېږدوونکې بېړۍ د غیرمجازې لارې د تېرېدو پر مهال له سمندري ماین سره لګېدلې او چاودنه پکې شوې ده.
په همدې حال کې، د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قوماندان، عليرضا عظمایي، خبرداری ورکړی چې ټولې بېړۍ باید د هرمز تنګي د تېرېدو پر مهال له ایران سره همغږي وکړي.
هغه ویلي، هغه بېړۍ چې د هرمز تنګي په محدوده کې خپل د تګ راتګ او پېژندنې سیستمونه بند کړي، «دښمنې» به وپېژندل شي او پر وړاندې به یې «سخت او قاطع» چلند وشي.
د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه په یوه کې تازه ناامنیو د تېلو بیې لوړې کړې دي.
نن سهار د برېنټ خامو تېلو بیه ۰.۷۶ سلنه لوړه شوې او په هر بېرل کې ۱۰۵.۴۸ ډالرو ته رسېدلې ده. د امریکا د خامو تېلو بیه هم ۰.۶۴ سلنه لوړه شوې او په هر بېرل کې ۹۲.۴۴ ډالرو ته رسېدلې ده.
