د سوډان یوې بشري حقونو ډلې ویلي، د مصر او سوډان پر پوله د سرو زرو پر یوه کان په هوايي برید کې لږ تر لږه ۷۲ کارګر وژل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د «بیړنیو وکیلانو» په نوم د بشري حقونو سازمان ویلي، دغه برید پرون (شنبه، د تلې ۱۸مه) شوی دی. دغه سازمان د برید پړه د مصر پر پوځ اچولې ده.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د شنبې ورځې برید د روان میلادي کال په اوږدو کې د جبلالعقیدات پر سیمه دویم برید و. تر دې مخکې په جون میاشت کې هم پر دې سیمه برید شوی و، چې په پایله کې یې د سرو زرو په یوه غیررسمي کان کې ۲۳ کارګر وژل شوي وو.
د مصر پوځ د هغه هوايي برید مسوولیت نه و منلی، خو هغه مهال یې ویلي وو چې د خپلې خاورې په دننه کې یې د سرو زرو د ناقانونه استخراج پر ضد «پراخ عملیات» ترسره کړي دي.
د مصر او سوډان ترمنځ پوله لانجمنه ده او دواړه هېوادونه د طبیعي زېرمو بډایه سیمه، «حلايب مثلث»، خپله خاوره بولي. له دې سره سره، قاهره د سوډان د پوځ یو مهم متحد دی. د سوډان پوځ له «چټک ملاتړ» په نوم له ملېشه ځواکونو سره په جګړه بوخت دی.
د شنبې ورځې له برید څخه دوو ژوندي پاتې شویو کسانو له فرانسې خبري اژانس سره د برید پر مهال له کان څخه د خپل وېروونکي تېښتې کیسه شریکه کړې ده.
عبدالعزیز یوسف، چې د کان یو کارګر دی، ویلي، د شنبې په سهار شاوخوا اته بجې د سیمې پر اسمان یوه جنګي الوتکه راښکاره شوه او «پنځه ځله یې برید وکړ؛ ډېر کسان ووژل شول».
هغه زیاته کړې: «د دې لپاره چې بیا برید ونه شي، له وېرې مو د غره پر لور منډې کړې.»
د شرف علي په نوم یوه بل ژوندي پاتې شوي کس ویلي، کله چې پر کان برید وشو، زرګونه کسان په هغه کې پر کار بوخت وو.
هغه د حلايب مثلث په سوېل کې د سرو زرو بازار ته په اشارې ویلي: «له هوايي برید وروسته خلک هرې خوا ته وتښتېدل. ځینې د الانصاري بازار ته ولاړل او ځینې نور مخالف لوري ته وخوځېدل. له همدې امله هېڅوک په دقیقه توګه نه پوهېږي چې څو کسان وژل شوي دي.»
دواړو ژوندي پاتې شویو ویلي، د تېښتې پر مهال یې پر ځمکه مړي لیدلي دي. وېره شته چې ښايي ډېر نور کسان هم تر خاورو او ویجاړیو لاندې بند پاتې وي؛ په داسې سیمه کې چې تر نږدې ښاري مرکز پورې یې د رسېدو لپاره څو ساعته مزل ته اړتیا ده.
د «بیړنیو وکیلانو» سازمان ویلي، د شنبې ورځې برید د سوډان په خاوره کې شوی دی.
دغه سازمان ویلي: «د سرو زرو او نورو معدني زېرمو لرونکو سرحدي سیمو پرلهپسې بریدونه ښيي چې مصري چارواکي غواړي د سوډان پر طبیعي زېرمو خپل نفوذ پراخ او کنټرول ټینګ کړي.»
د مصر پوځ تر اوسه د نوي برید په اړه څه نه دي ویلي، خو په جون میاشت کې یې ویلي وو چې عملیات یې «د مصر په خاوره کې» ترسره کړي دي.
د مصر او سوډان ترمنځ پوله شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او له سره سمندر څخه تر لیبیا پورې غځېدلې ده.
د نیل سیند په ختیځ کې د دې سیمې پرانیستې او په اسانۍ د تېرېدو وړ سرحدي سیمې له کلونو راهیسې د سرو زرو د سوداګرۍ، ناقانونه راکړې ورکړې او د انسانانو د قاچاق پر مهمو لارو بدلې شوې دي. مصر هڅه کړې چې د ډلهییزو کډوالو د ایستلو په ګډون د بېلابېلو اقداماتو له لارې د دغو فعالیتونو مخه ونیسي.
