د جنوبي کوریا پوځ اعلان کړی، چې شمالي کوریا نن سهار (دوشنبه، د تلې ۲۰مه) د ختیځې سمندر پر لور څو بالستیک توغندي توغولي دي.
د جنوبي کوریا رسمي خبري اژانس «یونهاپ» راپور ورکړی، چې دغه توغندي د سهار شاوخوا ۹:۲۰ بجې د پیونګیانګ له سیمې توغول شوي او لږ تر لږه یوه توغندي تر ۹۰۰ کیلومترو ډېر واټن وهلی دی.
د شمالي کوریا دغه اقدام نهه ورځې وروسته له هغه شوی، چې دغه هېواد یو بالستیک توغندی وتوغاوه او ګومان کېږي چې هایپرسونیک یا له غږ څخه د چټک حرکت وړ توغندی و.
د یونهاپ د راپور له مخې، د جنوبي کوریا پوځ له امریکا او جاپان سره د کره معلوماتو تر تبادلې سربېره، د احتمالي نورو توغندیزو ازموینو پر وړاندې خپله څارنه زیاته کړې او په بشپړ چمتووالي کې دی.
شمالي کوریا نهه ورځې وړاندې هم د «وونسان» له سیمې خپل ختیځو اوبو ته یو بالستیک توغندی توغولی و.
هغه مهال د شمالي کوریا دولتي رسنیو راپور ورکړی و، چې پیونګیانګ د هغو توغندیزو واحدونو د روزنې په لړ کې یو منځني واټن لرونکی ستراتیژیک توغندی توغولی، چې د «هایپرسونیک ستراتیژیکو وسلو» د سیستم د کارولو مسوولیت لري.
د نن ورځې توغندیزې ازموینې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې جنوبي کوریا د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د «هایپرسونیک سرښویېدونکي وسیلې» لومړنۍ ازمایښتي الوتنه ترسره کړه.
تېره میاشت د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په جنوبي برخه کې د یوه ماین له چاودنې وروسته، چې له امله یې د جنوبي کوریا درې سرتېري ټپیان شول، د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.
پیونګیانګ د پولې په اوږدو کې د ماینونو د قصدي ځای پر ځای کولو مسوولیت په کلکه رد کړی او خبرداری یې ورکړی، چې که سیول متقابل اقدام وکړي، ځواب به یې «سمدستي او بېرحمانه» وي.
