د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په یمن کې د جګړو د نوې څپې له پیل وروسته، په تېرو ۳۰ ورځو کې ۲۱۳ زره کسان بېځایه شوي دي.
په یمن کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د دفتر مشر، عبدالستار عیسوف ویلي، چې د ټولو بېځایه شویو شاوخوا ۶۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.
الجزیرې شبکې نن (دوشنبه، د تلې ۲۰مه) د عیسوف له قوله لیکلي، چې «وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی».
عیسوف ویلي: «د بېځایه کېدو بهیر په چټکۍ سره پراخ شوی؛ داسې چې څه باندې دوه اوونۍ وړاندې د بېځایه شویو شمېر شاوخوا ۷۵ زره کسانو ته رسېده، خو اوس د روانو بدلونونو له امله دا شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.»
د نوموړي په وینا، ډېری بېځایه شوي کسان د تعز سیمې دي؛ هغه سیمه چې څه کم یوه میاشت وړاندې حوثي ځواکونو نیولې ده.
اوس مهال د یمن په شاوخوا ۱۰ ولایتونو کې بېځایه شوي کسان مېشت دي.
نږدې درې زره او ۸۰۰ نور کسان د بابالمندب تنګي له لارې د افریقا جیبوتي هېواد ته رسېدلي دي.
په یمن کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د دفتر مشر وايي، خلک وېره لري او «د امنیت په لټه کې دي».
هغه زیاته کړې، چې د یمن ډېری بېځایه شوي کسان په ازادو سیمو کې پناه اخیستې، چېرته چې د هغوی د امنیت ډاډ ترلاسه کول ستونزمن دي. نوموړي ویلي، چې خوراکي توکو ته لاسرسی هم لا هم یوه جدي اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د کلونو جګړو او د سعودي عربستان د محدودیتونو له امله په ټول یمن کې بېوزلي او لوږه پراخه شوې ده. د دې هېواد له ۴۱ میلیونه نفوس څخه شاوخوا ۱۸.۳ میلیونه کسان له لوږې سره لاس او ګرېوان دي.
