شهباز شریف: طالبان د وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف یو ځل بیا د طالبانو حکومت تورن کړی چې د وسله‌والو ډلو له ملاتړ او هغوی ته له پناه ورکولو لاس نه اخلي او ادعا یې کړې چې طالبان د «پردیو په لاس لوبېږي».

شهباز شریف د یکشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وویل، چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنیو تر شا هغه وسله‌وال لاس لري چې د نوموړي په وینا، له افغان خاورې بریدونه پلانوي او ترسره کوي.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان د ترکیې، قطر او چین په ګډون د دوستو هېوادونو له لارې هم هڅې کړې، څو طالبان د پاکستان اندېښنې درک کړي، خو په خبره یې، تر اوسه یې دې هڅو پایله نه ده ورکړې.

د پاکستان صدراعظم دا څرګندونې د شنبې په ناوخته د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ او د پاکستان د کورمې سیمې ترمنځ د ډیورند کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو له نښتې وروسته کړې دي.

د طالبانو ۲۰۳ منصوري قول اردو ویلي، چې نښته وروسته له هغه پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې او افغان ځواکونو ځوابي ډزې وکړې.

 د پاکستان پوځ بیا په یوه بیان کې د خپل یوه افسر، هدایت امان، وژل کېدل تایید کړي او ادعا یې کړې چې ۱۲ پاکستاني او افغان طالبان یې هم وژلي دي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم د خپل افسر پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او د طالبانو حکومت یې د وسله‌والو ډلو په ملاتړ او تمویل تورن کړی دی.

هغه خبرداری ورکړی، چې پاکستان نه یوازې د وسله‌والو ډلو غړي، بلکې د نوموړي په وینا، د هغوی ملاتړي هم له منځه وړلی شي.

د پاکستان د ولسمشر او صدراعظم د دغو څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت تر اوسه تازه غبرګون نه دی ښودلی.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تېره اوونۍ د مسکو فارمټ په غونډه کې ویلي وو، چې پاکستان په افغانستان کې په بمباریو سره ملکي وګړي او بې‌ګناه افغانان وژني.

هغه د پاکستان پوځي سیاست د پاکستان، افغانستان او ټولې سیمې په ګټه نه دی بللی او ادعا یې کړې وه، چې پاکستان په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله پر افغانستان بمبارۍ کړې دي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکي تورن کړي چې د خپلو ناکامیو پړه پر طالبانو اچوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته