آمسو:د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پر خبریالانو فشارونه زیات شوي

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) په خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې د سپټمبر له ۱۰مې د اکتوبر تر ۱۰مې پورې د خبریالانو پر وړاندې مستقیم فزیکي تاوتریخوالی کم شوی، خو سانسور، ګواښونه، سیاسي فشارونه او په رسنیزو چارو کې لاسوهنه زیاته شوې ده.

د راپور له مخې، په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې طالب سیمه‌ییزو چارواکو له خبریالانو غوښتي، چې له پاکستان سره د ترینګلتیاوو پر مهال د طالبانو په ملاتړ او د پاکستان پر ضد مطالب خپاره کړي. په بدخشان کې هم د طالبانو د ۲۱۹ عمري قول اردو مرستیال غلام‌الله احمدي خبریالانو ته ویلي، چې د طالبانو د مخالفانو پر وړاندې مبارزه یوازې د جګړې تر ډګر پورې محدوده نه ده.

په کندهار کې د سپټمبر پر اتمه یو خبریال د عکس اخیستلو له امله د امر بالمعروف محتسبینو نیولی او وروسته یې خوشې کړی دی.

 د سپټمبر پر ۲۳مه هم طالب محتسبینو د سوداګرۍ خونې د یوې رسمي ناستې له پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته ګواښ کړی او د عکس اخیستلو مخه یې نیولې ده.

 د راپور له مخې، د کندهار د امر بالمعروف ریاست د اکتوبر پر څلورمه ټولو ولایتي ادارو ته مکتوب لېږلی، چې له مخې یې خبریالان په خبري ناستو او لیدنو کې د عکس او ویډیو اخیستلو اجازه نه لري.

راپور همدارنګه وايي، چې په پکتیا کې یو سیمه‌ییز خبریال د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله په اړه د څرګندونو له امله د طالبانو د سیمه‌ییزو استخباراتو له خوا یوه ورځ نیول شوی او د توقیف پر مهال وهل شوی دی.

 د راپور په حواله، له هغه څخه د لیکلې ژمنې اخیستو غوښتنه هم شوې، چې د ورته موضوعاتو له مطرح کولو ډډه وکړي.

په هلمند او زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور چارواکو سیمه‌ییزو راډیوګانو ته سپارښتنه کړې، چې خپرونې یې د دوی له غوښتنو سره سمې او د نظام په ګټه وي.

د سازمان په راپور کې د معلوماتو د انحصار ستونزه هم یاده شوې ده د راپور له مخې، په ختیځو ولایتونو کې طالب چارواکي لومړني معلومات له خپلواکو رسنیو سره نه شریکوي، بلکې لومړی یې خپلو رسمي او تبلیغاتي شبکو ته لېږي. دغه راز، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مرکز او شاوخوا ۱۶ ولایتونو کې د خبریالانو لپاره د «فکري او عقیدوي ظرفیت لوړونې» په نوم سیمینارونه جوړوي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان په پای کې ویلي، چې د عکس او ویډیو اخیستلو محدودیتونه، سیاسي او پوځي فشارونه او د معلوماتو انحصار د ژورنالېزم فعالیتونه محدود کړي او د رسنیو خپلواکي او د خبریالانو خوندیتوب یې له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته