په پاکستان کې ترافیکي پېښه؛ د یوه پخواني نظامي په ګډون درې افغانان مړه شوي

د پاکستان د کویټې ښار ځایي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې د بلوچستان ایالت په مچ بازار کې د ترافیکي پېښې له امله د یوه پخواني حکومت د پوځ د افسر په ګډون درې افغانان مړه شوي دي.

یوې سرچینې ویلي، چې دا ترافیکي پېښه پرون (یکشنبه، د تلې ۱۹مه) د «مچ» په بازار کې شوې ده.

د سرچینې په وینا، د پېښې قربانیان د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د «ګزکي» کلي اوسېدونکي وو. دغه درې واړه ځوانان وو او د بلوچستان په یوه د ډبرو سکرو کان کې یې کار کاوه.

سرچینې د پېښې د قربانیانو نومونه «احمد اخلاقي د حسن زوی»، «محمدشریف د عوض زوی» او «احمد د عبدالحمید زوی» یاد کړي او ویلي یې دي، چې درې واړه د یوه کلي اوسېدونکي وو.

سرچینې زیاته کړې، چې احمد د عبدالحمید زوی په کابل کې د مارشال فهیم په پوځي پوهنتون کې زده کړې کړې وې او د افغانستان د پخواني حکومت د پوځ په جوړښت کې یې دوه کاله دنده ترسره کړې وه. احمد د پخواني نظام تر سقوط مخکې په هرات کې د بریدمن په رتبه د پوځ د افسر په توګه دنده ترسره کوله.

د سرچینې په وینا، دغه افغانان له کویټې څخه د مچ بازار پر لور په یوه مسافر وړونکي موټر کې روان وو، چې په لاره کې له ترافیکي پېښې سره مخ شول.

د دغو کسانو جسدونه پرون ماښام د کویټې ښار د «هزاره ټاون» په عمومي هدیره کې خاورو ته وسپارل شول.

په همدې حال کې د پاکستان پولیسو او رسنیو هم د دې پېښې رامنځته کېدل تایید کړي دي.

ډان ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، چې دا پېښه د بلوچستان ایالت د کچهي ولسوالۍ د مچ سیمې په شاوخوا کې، د کویټې ـ سکر پر لویه لاره، د «زمین‌دار» هوټل ته نږدې پر یوه تنګ پُل شوې ده.

ځایي پولیسو رسنیو ته ویلي، چې دوو «مزدا» باروړونکو موټرو او یوه مسافر وړونکي موټر په یوه وخت کې هڅه کړې، چې له یو بل څخه مخکې شي؛ خو د پُل د تنګوالي له امله یې له یو بل سره ټکر کړی دی.

د ډان د راپور له مخې، د درې واړو موټرو د ټکر له امله لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته