د بلخ ولایت یو شمېر صرافانو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو د مزارشریف ښار د اسعارو د تبادلې اصلي مرکز، «کفایت مارکېټ» ټولو صرافانو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره خپل فعالیتونه «مزار هوټل» سوداګریز مرکز ته ولېږدوي. د دوی په وینا، هر صراف چې له دې پرېکړې سره مخالفت وکړي، نیول کېږي او زنداني کېږي.
د صرافانو په وینا، د بلخ لپاره د طالبانو والي محمدیوسف وفا، چې د دې ډلې د مشر ملا هبتالله اخوندزاده له نږدې کسانو څخه دی، له کفایت مارکېټ څخه د صرافانو پر جبري ایستلو ټینګار کوي. دا په داسې حال کې ده چې صرافان په نوي ځای کې د امنیت او اسانتیاوو په اړه اندېښنې لري او وايي چې دغه لېږدول یې درانه مالي زیانونه هم اړولی شي.
د مزار هوټل سوداګریز مرکز د بنسټ ډبره په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د طالبانو د مالیې وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د هوکړې له مخې، په مزارشریف ښار کې کېښودل شوه. دغه مرکز د څو سوداګرو په ګډه پانګونه، پر دولتي ځمکه او د ۲۰ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی او په درېیو پوړونو کې شاوخوا ۹۰۰ دوکانونه لري. د دغه مرکز قرارداد له خصوصي سکټور سره د ۲۰ کلونو لپاره شوی او ټاکل شوې چې د دې مودې له پای ته رسېدو وروسته حکومت ته وسپارل شي.
صرافانو اطلاعات روز ته ویلي چې حاجي خان کاکړ، د کندهار یو سوداګر، د مزار هوټل د شریکانو له ډلې دی. دوی ادعا کوي چې نوموړی د بلخ د طالبانو والي محمدیوسف وفا ته نږدې دی او څو نور پښتانه سوداګر هم په دغه مرکز کې ونډې لري. صرافان د ځینو شریکانو او طالب والي ترمنځ اړیکې هغه لامل بولي چې ځايي چارواکي پرې د صرافیو د فعالیتونو مزار هوټل ته پر لېږدولو ټینګار کوي.
دغه مرکز ته د سوداګریزو فعالیتونو لېږدول پخوا هم شوي دي. اوس مهال د درملو پلور اتحادیې او د خوراکي توکو ځینې پلورونکي په مزار هوټل کې ځای پر ځای شوي دي. د درملو شرکتونه هم تر دې مخکې په جبري ډول له «آریا مارکېټ» څخه دغه مرکز ته لېږدول شوي وو او اوس د کفایت مارکېټ صرافان هم د خپلو فعالیتونو د لېږدولو له فشار سره مخ دي.
د دوکانونو د ارزښت لوېدل
یو شمېر صرافانو اطلاعات روز ته ویلي چې په کفایت مارکېټ کې د دوکانونو ارزښت له ۳۰ زرو تر ۱۲۰ زرو ډالرو پورې دی او د ځینو دوکانونو بیه ان ۲۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. دوی اندېښنه لري چې د صرافیو د فعالیتونو په جبري لېږدولو سره به د هغو دوکانونو ارزښت په شدیده توګه راټیټ شي چې دوی په لوړه بیه اخیستي دي.
د دوی په وینا، طالبان له دغو اندېښنو سره سره لا هم مزار هوټل ته د صرافانو د لېږدولو پر پرېکړه ټینګار کوي.
د صرافانو اندېښنې یوازې د دوکانونو تر ارزښت پورې محدودې نه دي. د دوی یو شمېر وايي چې په کفایت مارکېټ کې یې د کلونو فعالیت پر مهال د خپلو پېرودونکو لپاره یو مشخص او پېژندل شوی پته رامنځته کړې او جبري لېږدول به دغه اړیکې او اعتبار ته هم زیان ورسوي.
محمدهاشم (مستعار نوم)، د بلخ یو صراف چې له ۱۳ کلونو راهیسې په کفایت مارکېټ کې فعالیت کوي، وايي: «کفایت مارکېټ زموږ لپاره یوازې بازار نه، بلکې اعتبار دی. موږ کلونه هڅه کړې چې د خپلو پېرودونکو باور ترلاسه کړو او یوه مشخصه پته ولرو، څو خلک سرګردانه نه شي. مزار هوټل اصلاً د صرافۍ لپاره مناسب ځای نه دی.»

فشار او نیونې
د کفایت مارکېټ څخه مزار هوټل ته د صرافانو د لېږدولو لپاره د طالبانو فشار څو میاشتې مخینه لري. د تېر کال د حوت په میاشت کې طالبانو د بلخ د صرافانو اتحادیې مشر حاجي عبدالقیوم رحیمي او د دې اتحادیې اته غړي د یوې مودې لپاره ونیول.
سرچینو هغه مهال اطلاعات روز ته ویلي وو چې د دغو نیونو لامل مزار هوټل ته د صرافانو د لېږدولو په اړه د اتحادیې مخالفت و. د سرچینو په وینا، د اتحادیې مسوولانو دغه لېږد د صرافانو په ګټه نه باله.
د دغو فشارونو په دوام، د روان کال د سنبلې میاشتې په نیمایي کې د طالبانو ځواکونو په کفایت مارکېټ کې د صرافۍ شاوخوا ۸۰ دوکانونه مهرولاک کړل. دغه اقدام هغو صرافانو ته د فشار راوړلو لپاره وشو چې مزار هوټل ته له تګ سره مخالف وو. طالبانو هغوی ته خبرداری ورکړ چې ژر تر ژره کفایت مارکېټ پرېږدي.
له دې وروسته، د بلخ د صرافانو اتحادیې د میزان په لومړۍ نېټه په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د دې اتحادیې د ریاست دفتر مزار هوټل ته لېږدول شوی او له دې وروسته به دغه مرکز په مزارشریف ښار کې د اسعارو د تبادلې ځای وي.
د بلخ د صرافانو اتحادیې مشر حاجي عبدالقیوم رحیمي په دې خبري غونډه کې ویلي وو: «هغه کمېټې چې د ولایت مقام په لارښوونه جوړه شوې وه، حکم صادر کړ چې د صرافانو اتحادیې د ریاست دفتر باید له کفایت مارکېټ څخه مزار هوټل سوداګریز مرکز ته ولېږدول شي. له همدې امله به د دې اتحادیې فعالیتونه له دې وروسته په مزار هوټل سوداګریز مرکز کې دوام وکړي.»
د اتحادیې د دفتر له لېږدولو سره سره، د خپلو کاري ځایونو له بدلولو سره د یو شمېر صرافانو مخالفت لا هم دوام لري. لږ تر لږه ۲۰ صرافانو له اطلاعات روز سره په خبرو کې د صرافیو د دفترونو د لېږدولو لپاره د طالبانو پر زور او ګواښونو نیوکه کړې او مزار هوټل ته د نه تګ لپاره یې بېلابېلې ستونزې یادې کړې دي.
د ټولو صرافانو لپاره د کافي دوکانونو نشتوالی، د مناسب امنیت نشتون، د ستونزو پر وخت نه حل کېدل، د مارکېټ د خدماتو لوړ لګښت، د برېښنا د دوامدارې سرچینې نشتون او د برېښنا د پرې کېدو پر مهال د اتومات جنراتور نشتوالی هغه ستونزې دي چې صرافان یې یادوي. دوی همداراز د انټرنېټي خدمتونو د انحصار، لوړو لګښتونو او کمزوري انتن له امله شکایت کوي.
عزیزالله (مستعار نوم)، د کفایت مارکېټ یو صراف، له طالبانو غواړي چې د دوی د جبري لېږدولو په اړه خپله پرېکړه بیا وارزوي. نوموړی وايي چې مزار هوټل د صرافیو د فعالیتونو د دوام لپاره مناسب ځای نه دی او دغه لېږد امنیتي اندېښنې هم رامنځته کولای شي.
هغه زیاتوي: «دا سمه ده چې مزار هوټل یو نوی سوداګریز مرکز دی او کافي اسانتیاوې لري، خو امنیت نه لري. په کفایت مارکېټ کې موږ د غلا شاهدان نه یو، ځکه مارکېټ د بازار په منځ کې دی، څلور خواوې یې ګڼه ګوڼه لري او هېڅ غل نه شي کولای له غلا وروسته له سیمې وتښتي. خو له مزار هوټل څخه د تېښتې ډېرې لارې شته.»

د مزار هوټل د ظرفیت په اړه دوه بېلابېل روایتونه
د امنیتي اندېښنو او د خدماتو د لګښتونو ترڅنګ، د ټولو صرافانو د ځای پر ځای کولو لپاره د مزار هوټل ظرفیت هم د اختلاف موضوع ده.
د بلخ د صرافانو اتحادیې یو غړی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، په دغه مرکز کې د کافي دوکانونو نشتوالی د هغو نورو لاملونو له ډلې بولي چې صرافان یې هلته له لېږدولو ډډه کوي.
هغه وايي چې اوس مهال په کفایت مارکېټ کې له ۵۰۰ څخه زیاتو صرافیو شرکتونو د فعالیت جوازونه اخیستي او په هر شرکت کې لږ تر لږه درې صرافان کار کوي. د دې اتحادیې د غړي په وینا، په دغه مارکېټ کې د اسعارو په تبادله بوختو صرافانو شمېر له دوو زرو څخه اوړي.
دغه صراف وايي: «په مزار هوټل کې دوکانونه کم دي. موږ شاوخوا دوه زره دوکانونو ته اړتیا لرو. مزار هوټل زموږ اړتیا نه شي پوره کولای. که موږ له دې ځایه ولاړ شو، په مزار هوټل کې ځای نه شو موندلای.»
بل لور ته، د مزار هوټل یو شریک عصمتالله اسحاقزی تر دې مخکې د ځای د کمښت ادعا رد کړې وه او رسنیو ته یې ویلي وو چې د صرافانو لپاره شاوخوا ۴۰۰ سمبال دوکانونه په پام کې نیول شوي او هغوی کولای شي په ډاډه زړه په دغه مرکز کې فعالیت وکړي. هغه ویلي وو: «موږ ۴۰۰ سمبال دفترونه له لویو خونو او نورو اړینو امکاناتو سره برابر کړي، څو صرافان راشي او ترې ګټه واخلي. دلته د ځای د کمښت هېڅ ستونزه نشته.»
د اعتراض کوونکو صرافانو لپاره دغه لېږد یوازې د کار د ځای بدلول نه دي؛ بلکې د دوکانونو ارزښت، د شتمنیو امنیت او هغه اعتبار هم ورسره تړلي دي چې دوی د کلونو په اوږدو کې د خپلو پېرودونکو په منځ کې جوړ کړی دی. خو د دوی په وینا، طالبان لا هم د دې پرېکړې پر عملي کولو ټینګار کوي او مخالفت ته یې د نیولو او زنداني کولو په ګواښ ځواب وايي.
