د امریکا د منځمهاله ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي چې ډیموکرات ګوند د ۵۳ څوکیو په ګټلو سره د سنا مجلس اکثریت ترلاسه کړی دی.
د هغو لومړنیو پایلو له مخې چې امریکایي رسنۍ یې په ژوندۍ بڼه خپروي، ډیموکرات ګوند د سنا مجلس له ۱۰۰ څوکیو څخه د اکثریت ترلاسه کولو لپاره اړینې ۵۱ څوکۍ بشپړې کړې او ان دوه نورې څوکۍ یې هم خپلې کړې دي. په مقابل کې، جمهوري غوښتونکو تر اوسه ۴۰ څوکۍ خپلې کړې دي.
د رایو شمېرنه لا هم روانه ده، خو که ډیموکراتان نوره یوه څوکۍ هم ترلاسه نه کړي، بیا هم په سنا مجلس کې د دوی اکثریت تثبیت شوی دی.
د رایو د لومړنۍ شمېرنې پایلې ښيي چې ډیموکراتان د استازو په مجلس کې هم مخکې دي.
په استازو مجلس کې تر اوسه د ډیموکراتانو ۱۸۹ او د جمهوري غوښتونکو ۱۱۰ څوکۍ مشخصې شوې دي. په دغه مجلس کې هر ګوند د اکثریت ترلاسه کولو لپاره لږ تر لږه ۲۱۸ څوکیو ته اړتیا لري.
د اټکلونو له مخې، ډیموکراتان به د کانګرس په دواړو مجلسونو کې اکثریت ترلاسه کړي او په تېرو دوو کلونو کې به د جمهوري غوښتونکو پر مطلق اکثریت پای ټکی کېږدي.
که دغه اټکل رښتیا شي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د خپل حکومت د چارو د پرمخ وړلو لپاره د تېرو دوو کلونو په څېر بشپړ واک او ازادي ونه لري.
