ټرمپ اسراییلو ته د امریکا کلنۍ ۳.۸ میلیارد ډالره مرسته بندوي

Donald Trump / AFP

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې واشنګټن به له اسراییلو سره د امنیتي مرستو لس کلن تړون پای ته ورسوي.

د دغه تړون له مخې، اسراییلو هر کال له امریکا څخه ۳.۸ میلیارد ډالره مرسته ترلاسه کوله. دغه مرستې په ۲۰۱۹ کال کې پیل شوې وې او د تړون موده یې تر ۲۰۲۸ کال پورې ټاکل شوې وه.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې اسراییل هم د دغو مرستو له پای ته رسولو سره موافق دی.

هغه له «فاکس اېنډ فرېنډز» خبري خپرونې سره په مرکه کې ویلي: «که اسراییل مرستې ته اړتیا ولري، موږ به ورسره مرسته وکړو.»

نوموړي زیاته کړې چې د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره یې د دغو مرستو د بندولو په اړه هوکړې ته رسېدلی دی.

ټرمپ ویلي: «اسراییل زموږ لومړی متحد دی؛ موږ له بل هر هېواد څخه زیاتې مرستې ورسره کړې دي او اوس دغه هېواد نور دغو مرستو ته اړتیا نه لري. که اړتیا یې لرلای، ما به ویلي وای چې مرستې دې دوام وکړي.»

ټرمپ د خپلې پرېکړې د دلیل په اړه د امریکا د ډیموکرات ګوند د چپ‌اړخي نوماند عبدالسید هغو نیوکو ته اشاره کړې چې د امریکا د سنا مجلس لپاره په ټاکنیزه سیالۍ کې یې مطرح کړې دي. نوموړي د سې‌شنبې ورځې په منځمهالو ټاکنو کې د خلکو له عمومي نارضایتۍ او د اسراییلو ضد احساساتو څخه ګټه اخیستې ده.

ټرمپ په فاکس ټلوېزیون کې د امریکا له خوا اسراییلو ته د مرستو په اړه ویلي: «ولې باید د عبدالسید په څېر د لېونیانو له امله تر نیوکو لاندې راشو، په داسې حال کې چې اسراییل دغو مرستو ته اړتیا نه لري؟»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته